د ټرانسپورټرانو ټولنه: د سیند د کچې غلو ۱۲ ډرېوران تښتولي دي

په سیند کې پولیس د کچې د غلو او ډاکوانو پرضد د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

په کراچۍ کې د سامان وړونګو ګاډو د ټولنې (ګوډز کیرییرز اسوسيېشن) مشر ویلي دي چې له تېرې میاشتې راهیسې په سیند کې د کچې غلو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ۱۲ ډرېوران تښتولي دي چې د خوشې کولو لپاره یې پیسې غواړي.

غلام محمد اپرېدي د جنورۍ پر نهمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې په شکارپور کې غلو نهه ډرېوران د جنورۍ پر اوومه وتښتول.

دی وايي، هغوی د ډېسېمبر پر ۱۷مه درې ډرېوران تښتولي ول چې تر اوسه نه دي ازاد شوي.

د سامان وړونکو ګاډو د ټولنې مشرانو ګواښ وکړ چې که حکومت په ۴۸ ساعتونو کې ټول ډرېوران خوشې نه کړل نو احتجاجاً به د کراچۍ تر څنګ په ټول پاکستان کې د سامانونو لېږد ودروي.

د ټولنې یو بل مشر غلام یاسین خان مشال راډیو ته وویل چې حکومتي ځواکونه دې د هغو غلو پرضد پراخ عملیات وکړي ځکه چې دا ډول پېښې په بیا بیا کېږي چې ټرانسپورټران یې زښت اندېښمن کړي دي.

کچه د سیند صوبې هغې سیمې ته ویل کېږي چې له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو پرته ده. دا سلګونه مربع کېلومیټره رقبه لرونکې سیمه ده چې زیاتره برخه یې د پاکستان د ځنګلونو چارو ادارې ملکیت ده.

په شکارپور کې پولیس د غلو او ډاکوانو پرضد د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

د سیند او پنجاب غله او ډاکوان زیاتره تښتولي کسان د کچې سیمې ته وړي او هلته یې له ځان سره ساتي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

اخوا د سیند د کورنیو چارو لنډمهالی وزیر وايي چې امنیتي ځواکونو په هغه سیمه کې له څو میاشتو راهیسې عملیاتو ته دوام ورکړی او وخت په وخت تښتول شوي کسان ازادوي.

حارث نواز د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې په عملیاتو کې یې ګڼ غله نیولي او وژلي دي. "په کشمور جیکب اباد او شکارپور کې مو د غلو پرضد لوی عملیات کړي دي. په تېرو درو میاشتو کې غلو ته لوی زیان اوښتی دی، ګڼ هغه غله هم نیول شوي او وژل شوي دي چې حکومت یې پر سر د کروړونو روپیو انعام ايښی وو. د غلو پټنځایونه نړول شوي دي او چې له کومې سیمې هم معلومات راځي، هلته پسې ځو او پرضد یې عملیات کوو."

د سیند د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر دعوه وکړه چې دوه ورځې مخکې یې هم شپږ تنه د عملیاتو پر مهال له غلو ازاد کړل او زیاتوي چې ژر به ټول تښتول شوي ډرېوران خوشې کړي.

دا هم وګورئ:

د سیند هندوانو او عیسیانو د خپلو تښتول شوو کسانو د خوشې کولو لپاره مظاهره کړېد کراچۍ پښتنو د غلو له منګولو د ازاد شوي پښتون قانون پوه د هرکلي غونډه وکړهپولیس وايي د ټانک اوسېدونکی خالد خان بېټنی یې له غلو ازاد کړی دی

دا لومړی ځل نه دی چې په سیند کې ټرانسپورټران او نور خلک تښتول کېږي بلکې تر دې مخکې هم ځینې پښتانه ډرېوران د کچې غلو تښتولي ول چې وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړل.

په کراچۍ کې د بېلابېلو ټرانسپورټرانو د ټولنو مشران وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې د سیند په کشمور، شکارپور او نورو سیمو کې د ډرېورانو د تښتولو ۳۶ او په ۲۰۲۲ز کال کې ۲۰ پېښې شوې وې.

د کچې غله له ډرېورانو پرته نور خلک هم د تاوان پیسو ترلاسه کولو لپاره تښتوي. د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې هندوانو او عیسویانو په کراچۍ کې د نجونو، هلکانو او ماشومانو د تښتولو پرضد مظاهره کړې وه.

تر دې مخکې په جولای کې د یو وکیل حکمت الله مسید تښتونې هم پراخې مظاهرې پارولې وې. نوموړی بیا شاوخوا یوه میاشت وروسته د اګست پر ۱۳مه خوشې شو.

تر هغې مخکې په جولای کې پولیسو د خیبر پښتونخوا د ټانک یو اوسېدونکی خالد خان بېټنی له غلو ازاد کړ او د عملیاتو پر مهال یې د شپږو مشکوکو غلو غلو د وژنې دعوه وکړه.

د سیند او پنجاب پخوانیو حکومتونو ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې د کچې د غلو پرضد د پراخو عملیاتو پرېکړه شوې وه چې تر هغې وروسته چارواکو وخت په وخت د ګڼو مشکوکو غلو او ډاکوانو د وژنې دعوې کړې دي.