شمالي وزيرستان کې يو قبايلي مشر او د راتلونکو انتخاباتو احتمالي نوماند وژل شوی دی

د پاکستان د پوځ سرتېري له بنو څخه د شمالي وزیرستان پر لوري روان دي - پخوانی انځور

په شمالي وزيرستان کې وسلوالو يو قبايلي مشر او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ته ولاړ احتمالي نوماند ملک کليم الله له دوو ملګرو سره يو ځای وژلی دی.

د شمالي وزيرستان ضلعي پوليسو مشر روښانزېب د جنورۍ پر ۱۰مه شپې مهال مشال راډيو ته وويل چې ملک کليم الله د چارشنبې (شورو) پر ورځ د ميرامشا په تپي سيمه کې له دوو ملګرو سره يو ځای په خپل ګاډي کې کور ته روان وو چې وسلوالو ورباندې بريد وکړ.

د نوموړي په خبره، په بريد کې کليم الله او د هغه دوه ملګري پر همهغه ځای ووژل شول.

تر اوسه پر ملک کليم الله د بريد ذمه واري چا نه ده منلې. پوليس وايي د "نامعلومه وسلوالو" پرضد يې مقدمه درج کړې ده.

ملک کلیم الله د تپي سیمې يو مشر وو او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د شمالي وزيرستان د پي کې ۱۰۴مې حلقې څوکۍ ته خپلواک احتمالي نوماند وو.

پر نوموړي تر دې وړاندې هم څو ځلې وسلوال بریدونه شوي ول او دړکې هم ورکړل شوې وې.

دا هم وګورئ:

محسن داوړ: د شمالي وزیرستان امنیتي چارې دې پولیسو ته وسپارل شيد اتمانزیو جرګې شمالي وزیرستان کې د امنیت لپاره بیا احتجاج پیل کړی دید لکي مروتو اوسېدونکي وايي ناامني زیاته شوې خو پولیس دا نه منيشمالي وزیرستان کې څلور مشکوک وسلوال وژل شوي ديد بيټنيو جرګې له پوځه غوښتي چې د عملیاتو پرمهال دې ولس نه ځوروي

دا په روان ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو څلورمه پېښه ده. تر دې مخکې درې بريدونه په میرلي کې شوي ول.

د جنورۍ پر پينځمه، د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سرکاري سکول یو ښوونکی په هدفي بريد کې وژل شوی وو.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه بيا د شمالي وزیرستان په ميرلي‌ کې وسلوالو د پنجاب شپږ کسان وژلي ول.

د پولیسو په خبره، هغه شپږ واړه کسان د پنجاب د ډېره غازي خان اوسېدونکي ول او په شمالي وزیرستان کې نایان ول.

تر هغه وروسته، د جنورۍ په درېیمه په میرلي کې د پولیسو یو سرتېری په هدفي برید کې وژل شوی وو.

پر همهغه ورځ د شمالي وزيرستان په تپي کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د مشر محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

محسن داوړ وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د شمالي وزیرستان امنیتي چارې دې پولیسو ته وسپارل شي. د نوموړي په وینا، پر هغه ځکه برید وشو چې د وسلوالو د فعالیتونو غندنه یې کوله.

په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ټولو بريدونه ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ:

ملي جمهوري غورځنګ پر محسن داوړ د برید پر ضد مظاهرې کړې ديمکين کې په مارټر ګولې د ښځو ژوبلېدو پېښې پرضد جرګه او احتجاج شوید اتمانزيو جرګه وايي د امنيت د ټينګښت غوښتنې يې منل شوې دي

پر دې سربېره، د جنورۍ پر څلورمه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي ول. پر همدې ورځ، په کجورۍ سیمه کې د ځمکلاندې بم چاودنې په نتیجه کې درې ماشومان وژل شوي وو.

په شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې د ناامنۍ د پېښو تر څنګ هدفي بريدونه زیات شوي دي.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي خلک، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله، ناقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان ده. هلته ځينې نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاليت لري.

په اسلام اباد کې د يو څېړنيز مرکز راټولې کړې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په ټول پاکستان کې تر ۱،۰۰۰ زیات وسلوال بريدونه او د امنيتي ځواکونو کاروایۍ شوې وې چې پکې نېږدې ۳،۰۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ د ډېسېمبر پر ۳۱مه په خپاره کړي رپورټ کې ويلي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې وسلوالو ۶۴۱ حملې او امنيتي ځواکونو تر ۴۰۰ زیات عمليات کړي دي. د راپور له مخې، د تشدد په هغو پېښو کې ټول ۱،۵۱۱ کسان وژل شوي او ۱،۴۵۰ ژوبل شوي ول.

په هغو وژل شويو او ژوبلو کې ولسي وګړي، امنيتي سرتېري او بریدګر شامل دي. رپورټ زیاتوي چې دا د ۲۰۲۲ز کال پرتله په تشدد کې ۶۹ سلنه زياتوالی ښيي.

په پاکستان کې زياتره بريدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې تر شا یې تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ډله، اسلامي دولت وسلواله ډله (داعش)، تحريک جهاد پاکستان او له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې وې.