د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره د اېلېکټورل کالج اړینو ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو خپلې مخالفې نوماندې کاملا هیرېس ته ماتې ورکړې ده.
دا تر هغې څو ساعته وروسته ده چې پخواني ولسمشر او د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپله بریا اعلان کړه.
اټکلونه ښيي چې نوموړي د نومبر پینځمې په انتخاباتو کې په یوشمېر مهمو ایالتونو کې بریا ترلاسه کړې ده.
د اټکلونو له مخې، ټرمپ په حیرانوونکي ډول د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې په بریا ترلاسه کولو د انتخاباتي کالج ۲۷۷ رایې وګټلې او د هېواد د ۴۷م ولسمشر منتخب شوی دی.
د هغه ډېموکراټې سیالې او مرستیالې ولسمشرۍ کاملا هیرېس تر اوسه ۲۲۴ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې دي.
ډانلډ ټرمپ د نومبر په شپږمه سهار وختي د فلورېډا ایالت په پام بیچ کې خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل: "زه به تر هغو ارام و نه کړم چې موږ هغه پیاوړې، خوندي او سوکاله امریکا جوړه نه کړو چې زموږ ماشومان او تاسې يې مستحق یاست."
کاملا هیرېس ۶۰ کلنه ده او ټرمپ ۷۸ کلن دی. ټرمپ د امریکا په تاریخ کې دویم نوماند دی چې د خپلې نوماندۍ په دويم ځل یې انتخابات بایللي ول، خو په درېیم ځل یې بریا ترلاسه کړه.
بلخوا مرستیاله ولسمشرې کاملا هيرېس که بریالۍ شوې وای نو د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ تورپوستې ښځه وای چې ولسمشره به منتخب شوې وه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تېر ځل د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۲۰ز کال کې شوي ول چې پکې جو بایډن بریا ترلاسه کړې وه او ټرمپ بایللې وه.
د امریکا له ایین سره سم، ولسمشر د څلورو کلونو لپاره منتخبېږي او یو کس په درېیم ځل د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نه شي درېدای. په هغه هیواد کې دوه مهم ګوندونه ډېموکراټ او رېپبلېکن دي. په سږني اوړي کې ډېموکراټ ګوند مرستیاله ولسمشره کاملا هیرېس او رېپبلېکن ګوند ډانلډ ټرمپ خپل رسمي نوماندان اعلان کړل. دواړو نوماندانو له هغه وخت راهیسې کیمپېن ته دوام ورکړ او خپلې تګلارې او لیدلوري یې ولس ته روښانه کړل.
دا انتخابات په داسې حال کې وشول چې امریکا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده او هلته د بې اسناده کډوالو او د حمل اسقاط پر موضوع هم د ټولنې نظر وېشل شوي دی. له دې پرته په اوکراین کې جګړه درېیم کال ته داخله شوې او په منځني ختیځ کې اسراییلو په غزې تړانګه او لبنان کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د منځني ختیځ وضعیت له کبله د اسراییلو او ایران ترمینځ ترینګلتیا هم خورا زیاته ده.
د نومبر پر پينځمه تاریخي ولسمشریز انتخابات به احتمالاً په اوکراین کې د روسیې د جګړې، په منځني ختیځ کې د جګړې او نورو نړیوالو مسایلو لپاره مهمې پایلې ولري.
دا هم وګورئ:
امریکا کې مېلیونونو خلکو د ولسمشرۍ انتخاباتو کې رایې کارولې ديپه امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات څنګه کېږي؟د امريکا ولسمشرۍ انتخابات پر پاکستان او افغانستان څه اغېز لرلای شي د امريکا ولسمشرۍ انتخابات پر اوکراین څه اغېز لرلای شي؟اېلېکټورل کالج څه ته وايي؟
په امریکا کې انتخابات د نورو هېوادونو پرتله په جدا طریقه کېږي. په دې کې فرق د انتخاباتي رایو یا اېلېکټورل کالج وي. په امریکا کې د ایالتونو اوسېدونکي د خپلې خوښې امیداور ته مستقیمه رایه نه شي ورکولی بلکې ملګرو یا استازیو ته یې ووټ ورکوي، دې ته پاپولر ووټ ویل کېږي.
د کامیابو استازو ډلې ته اېلېکټورل کالج ویل کېږي. په امریکا کې د ولسمشر انتخاب د پاپولر ووټ پر بنیاد نه بلکې د اېلېکټورل کالج له لارې کېږي. دا ممکنه ده چې یو کاندید زیاتې ولسي رایې ترلاسه کړې وي خو په اېلېکټورل کالج کې بریا حاصله نه کړای شي. داسې هم کېدای شي چې یو نوماند کمې ولسي رایې ګټلې وي، خو د اېلېکټورل کالج زیاتې رایې وګټي او بریالی شي.
اېلېکټورل کالج د امریکا له ۵۰ ریاستونو او مرکز واشنګټن ډي سي څخه جوړ دی. د هر ایالت د اېلېکټورل کالج د غړو شمېر یې د کانګرس د غړو شمېر هومره وي. یعنې د هغه ریاست د سېنېټرانو او د استازو جرګې د غړو له شمېر سره برابر وي. په امریکايي سېنېټ کې د هر ایالت دوه استازي وي چې ورسره د ټولو سېنېټرانو شمېر ۱۰۰ ده.
د امریکا د استازو جرګې د غړو ټول شمېر ۴۳۵ دی او هر ایالت د خپلې ابادۍ پر اساس په جرګه کې استازیتوب لري. یعنې که د یو ایالت ابادي زیاته وي نو په استازو جرګو کې یې د غړو شمېر هم زیات وي. له دې پرته په الېکټورل کالج کې د پلازمېنې واشنګټن ډي سي درې غړي هم وي. له دې سره د الېکټورل کالج د ټولو غړو شمېر ۵۳۸ ته رسيږي چې د رایو پر اساس به یې د امريکا راتلونکی ولسمشر یا ولسمشره ټاکل کېږي. کله چې خلک د اېلېکټورل کالج غړي منتخب کړي نو هغوی بیا ولسمشر او مرستیال ولسمشر منتخبوي. د اېلېکټورل کالج هر غړی یو ووټ اچوي، دغې عمل ته اېلېکټورل رایې وایي.
اېلېکټورل کالج په جنورۍ کې د نوي ولسمشر د منتخبېدو رسمي اعلان کوي او په هم هغه میاشت کې بیا ولسمشر د دندې لوړه کوي.
کوم ايالت ډېرې رایې لري؟
په امریکا کې د ځینو ایالتونو رایې د نورو پرتله ډېرې مهمې بلل کېږي. امیدواران په هغو ریاستونو کې د بریا لپاره ډېرې هلې ځلې کوي چې پکې د اېلېکټورل کالج زیات غړي یا اليکټرز وي.
ځیني رياستونه په ضمانت اکثر یو ګوند ته رايې ورکوي. مثلاً الاسکا په دودیز ډول رېپبلېکن او کېلېفورنيا ډېموکراټانو ته ووټ ورکوي. خو بیا په امریکا کې بدلېدونکي ایالتونه یا "سوېنګ سټېټس" هم وي. دا هغه ریاستونه وي چې يو ګوند هم په یقین سره نه شي ويلې چې ورڅخه به ووټ ترلاسه کړي ځکه چې د نورو ایالتونو پرتله هلته د ولس اکثریت په دایمي توګه د یو ګوند تر شا نه درېږي.
امریکايي رسنۍ وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې نېواډا، جارجیا، مېشېګن، وېسکانسن، پېنسلوېنیا، شمالي کارولاینا او اېرېزونا هغه ایالتونه دي چې د رایو له پلوه بدلېدونکي یا سوېنګ سټېټس بلل کېږي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترڅنګ امریکایانو د ریاستي او ځايي مشرانو، د سېنېټ ۳۴ څوکیو او د استازو جرګې ټولو څوکیو ډکولو لپاره هم رایې وکارولې. د امریکا د استازو په جرګه کې اوسممهال رېپبلېکن ګوند په اکثریت کې دی او ډېموکراټ په سینیټ کې اکثریت لري.