په مېلیونونو امريکایانو د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپل ولسمشر یا ولسمشرې ټاکلو لپاره رایې کارولې دي.
د رایو اچولو بهیر د نومبر پر پینځمه د پېښور پر وخت د ماسپښين درې بجې پیل شو. د ډېموکراټ ګوند کاملا هيرېس او د رېپبلېکن ګوند ډانلډ ټرمپ د نومبر د پینځمې نېټې د انتخاباتو مهم نوماندان دي.
شاوخوا ۲۴۴ مېلېونه امریکایان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، چې له دې ډلې ۱۸۶ مېلېونو زیات خلک خپل ووټونه راجسټر کړي او ډېرو یې مخکې له مخکې خپلې رایې کارولې دي. د امریکا د احصایې اداره اټکل کوي چې د رایه اچونکیو ونډه به د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ زکلونو په پرتله لوړه وي.
امریکايي ولس په داسې حال کې خپلې رایې کاروي چې د امریکا په مرکز واشنګټن ډي سي کې د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د سپینې ماڼۍ شاوخوا د کاروباري او دفتري ودانیو کړکۍ په لرګیو پوښل شوې دي.
د ښار د پولیسو مشره وايي، هېچا ته به د انتخاباتي بهیر د ګډوډولو اجازه ورنه کړي او د امنیت لپاره یې پولیس ځای پر ځای کړي دي.
کاملا هېرېس او ډانلډ ټرمپ د نومبر پر څلورمه په پینسلوېنیا ایالت کې رایه ورکوونکو ته خپلې وروستۍ ویناوې وکړې. پینسلوینیا یو له هغو اوو ایالتونو څخه دی چې ورته سوینګ سټېټ وايي او د ولسمشر په ټاکلو کې مهم رول لوبوي.
کاملا هیرېس ۶۰ کلنه ده او ټرمپ ۷۸ کلن دی. که ټرمپ انتخابات وګټي، نو نوموړی به لومړنی ولسمشر وي چې دويم ځل یې انتخابات بایللي ول، خو درېیم ځل به یې ګټلي وي.
بلخوا کاملا هيرېس، چې اوس د ولسمشر مرستیاله ده، د بریالیتوب په صورت کې به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تورپوستې ښځه وي چې د دغه هېواد ولسمشربه جوړېږي. تېر ځل د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۲۰ز کال کې شوي ول چې پکې جو بایډن ولسمشر شوی وو.
د امریکا له ایین سره سم، ولسمشر د څلورو کلونو لپاره منتخبېږي او یو کس په درېیم ځل د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نه شي درېدای. په هغه هیواد کې دوه مهم ګوندونه ډېموکراټ او رېپبلېکن دي. په سږني اوړي کې ډېموکراټ ګوند مرستیاله ولسمشره کاملا هیرېس او رېپبلېکن ګوند ډانلډ ټرمپ خپل رسمي نوماندان اعلان کړل. دواړو نوماندانو له هغه وخت راهیسې کیمپېن ته دوام ورکړ او خپلې تګلارې او لیدلوري یې ولس ته روښانه کړل.
د روان کال انتخابات په داسې حال کې کېږي چې امریکا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده او هلته د بې اسناده کډوالو او د حمل اسقاط پر موضوع هم د ټولنې نظر وېشل شوي دی. له دې پرته په اوکراین کې جګړه درېیم کال ته داخله شوې او په منځني ختیځ کې اسراییلو په غزې تړانګه او لبنان کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د منځني ختیځ وضعیت له کبله د اسراییلو او ایران ترمینځ ترینګلتیا هم خورا زیاته ده.
د خپلو ګوندونو په غونډو کې ډانلډ ټرمپ د مرستیال ولسمشر لپاره د جېمز ډېوېډ وینس نوم غوره کړ او کاملا هیرېس ټېم والز د خپل مرستیال په توګه ونومول.
اېلېکټورل کالج څه ته وايي؟
په امریکا کې انتخابات د نورو هېوادونو پرتله په جدا طریقه کېږي. په دې کې فرق د انتخاباتي رایو یا اېلېکټورل کالج وي. په امریکا کې د ایالتونو اوسېدونکي د خپلې خوښې امیداور ته مستقیمه رایه نه شي ورکولی بلکې ملګرو یا استازیو ته یې ووټ ورکوي، دې ته پاپولر ووټ ویل کېږي.
د کامیابو استازو ډلې ته اېلېکټورل کالج ویل کېږي. په امریکا کې د ولسمشر انتخاب د پاپولر ووټ پر بنیاد نه بلکې د اېلېکټورل کالج له لارې کېږي. دا ممکنه ده چې یو کاندید زیاتې ولسي رایې ترلاسه کړې وي خو په اېلېکټورل کالج کې بریا حاصله نه کړای شي. داسې هم کېدای شي چې یو نوماند کمې ولسي رایې ګټلې وي، خو د اېلېکټورل کالج زیاتې رایې وګټي او بریالی شي.
اېلېکټورل کالج د امریکا له ۵۰ ریاستونو او مرکز واشنګټن ډي سي څخه جوړ دی. د هر ایالت د اېلېکټورل کالج د غړو شمېر یې د کانګرس د غړو شمېر هومره وي. یعنې د هغه ریاست د سېنېټرانو او د استازو جرګې د غړو له شمېر سره برابر وي. په امریکايي سېنېټ کې د هر ایالت دوه استازي وي چې ورسره د ټولو سېنېټرانو شمېر ۱۰۰ ده.
د امریکا د استازو جرګې د غړو ټول شمېر ۴۳۵ دی او هر ایالت د خپلې ابادۍ پر اساس په جرګه کې استازیتوب لري. یعنې که د یو ایالت ابادي زیاته وي نو په استازو جرګو کې یې د غړو شمېر هم زیات وي. له دې پرته په الېکټورل کالج کې د پلازمېنې واشنګټن ډي سي درې غړي هم وي. له دې سره د الېکټورل کالج د ټولو غړو شمېر ۵۳۸ ته رسيږي چې د رایو پر اساس به یې د امريکا راتلونکی ولسمشر یا ولسمشره ټاکل کېږي. کله چې خلک د اېلېکټورل کالج غړي منتخب کړي نو هغوی بیا ولسمشر او مرستیال ولسمشر منتخبوي. د اېلېکټورل کالج هر غړی یو ووټ اچوي، دغې عمل ته اېلېکټورل رایې وایي.
اېلېکټورل کالج په جنورۍ کې د نوي ولسمشر د منتخبېدو رسمي اعلان کوي او په هم هغه میاشت کې بیا ولسمشر د دندې لوړه کوي.
کوم ریاست ډېرې رایې لري؟
په امریکا کې د ځینو ایالتونو رایې د نورو پرتله ډېرې مهمې بلل کېږي. امیدواران په هغو ریاستونو کې د بریا لپاره ډېرې هلې ځلې کوي چې پکې د اېلېکټورل کالج زیات غړي یا اليکټرز وي.
ځیني رياستونه په ضمانت اکثر یو ګوند ته رايې ورکوي. مثلاً الاسکا په دودیز ډول رېپبلېکن او کېلېفورنيا ډېموکراټانو ته ووټ ورکوي. خو بیا په امریکا کې بدلېدونکي ایالتونه یا "سوېنګ سټېټس" هم وي. دا هغه ریاستونه وي چې يو ګوند هم په یقین سره نه شي ويلې چې ورڅخه به ووټ ترلاسه کړي ځکه چې د نورو ایالتونو پرتله هلته د ولس اکثریت په دایمي توګه د یو ګوند تر شا نه درېږي.
امریکايي رسنۍ وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې نېواډا، جارجیا، مېشېګن، وېسکانسن، پېنسلوېنیا، شمالي کیرولاینا او اېرېزونا هغه ایالتونه دي چې د رایو له پلوه بدلېدونکي یا سوېنګ سټېټس بلل کېږي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترڅنګ امریکایان د ریاستي او ځايي مشرانو، د سېنېټ درېیمې برخې څوکیو او د استازو جرګې ټولو څوکیو ډکولو ووټونه ورکوي. د امریکا د استازو جرګه یا استازو جرګې کې دا وخت رېپبلېکن ګوند په اکثریت کې دی او ډېموکراټ په سینیټ کې اکثریت لري، خو دا بدلېدای هم شي.