ټرمپ وايي زېلېنسکي د اوکراين د معدني زېرمو تړون لاسلیکولو ته چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته وينا کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته وينا کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي دي چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ورته خبر ورکړی چې هغه له روسیې سره د خپل هېواد جګړې پای ته د رسولو لپاره خبرو ته تیار دی او داراز، د اوکراین معدني زېرمو په اړه له واشنګټن سره د موافقې لاسلیکولو ته هم "هر وخت" چمتو دی.

ټرمپ دا خبره د مارچ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته په وينا کې وکړه او زياته يې کړه چې زېلېنسکي ورته یو لیک استولی، چې پکې د سولې د خبرو اترو لپاره د چمتووالي څرګندونه شوې ده. "نن ما د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي یو مهم لیک ترلاسه کړ. په لیک کې راغلي: 'اوکراین چمتو دی چې ژر تر ژره د خبرو اترو مېز ته حاضر شي چې دوامداره سولې ته نېږدې شو. له اوکراینیانو پرته هېڅوک سولې ته زیات لېوال نه دي.'"

زېلېنسکي هم د ورځې په اوږدو کې وویل، "په موږ کې هېڅوک نه غواړي چې دغه نه ختمېدونکې جګړه دوام وکړي. اوکراین چمتو دی چې ژر تر ژره د خبرو اترو مېز ته ستون شي چې اوږدمهاله سوله وشي."

نوموړي زياته کړه، "زه او زما ډله د ولسمشر ټرمپ تر قوي مشرتابه لاندې چمتو یو چې اوږدمهاله سوله ترلاسه کړو."

تر دې يوه ورځ وړاندې، د مارچ پر درېيمه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اوکراین ته ورکول کېدونکې ټولې پوځي مرستې وځنډولې.

تر هغه وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپینه ماڼۍ کې د ډانلډ ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي ترمينځ بېسارې لفظي شخړه شوې وه.

ټرمپ د مارچ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته په وينا کې ادعا وکړه چې هره اونۍ په جګړه کې د اوکراين او روسيې "۲,۰۰۰ کسان وژل" کېږي او غواړي چې جګړه ودرېږي.

نوموړي ادعا وکړه چې امريکا په دې جګړه کې "ښايي ۳۵۰ مېلیارده (اربه) ډالر" مصرف کړي وي، په داسې حال کې چې اروپا "یوازې ۱۰۰ مېلیارده ډالر" لګولي دي.

خو اروپایي مشرانو تر دې مخکې د امریکايي چارواکو ورته ادعاوې رد کړې دي.

په جرمني کې مېشت د "کیهل انسټیټیوټ" په نوم د يوې څېړنيزې ادارې تحقیق ښیي چې امریکا تر دې دمه اوکراین ته شاوخوا ۱۱۴ مېلیارده یورو مرسته ځانګړې کړې، چې دا یې تر ټولو لوی مرستندوی جوړوي. خو هغه اداره دا هم وایي چې اروپا په ټوله کې د اوکراین لپاره ۱۳۲ مېلیارده یورو ځانګړې کړې دي.

د امريکا داخلي تګلاره

ټرمپ د کانګرس غړو ته په وینا کې وویل چې د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیلېدو سره سمه "امریکا بیرته راپورته شوې" او د خپل حکومت د لاسته راوړنو یادونه یې وکړله.

ټرمپ وویل، " شپږ اونۍ وړاندې زه همدلته ولاړم وم. د امریکا د طلایي عصر د پیلېدو اعلان مې وکړ. له همهغې شېبې راهیسې موږ ګړندۍ او نه ستړې کېدونکې کړنې پیل کړې چې زموږ د هېواد په تاریخ کې د تر ټولو بریالي او ستر عصر په لور وخوځېږو."

ټرمپ وویل، د لومړي ځل لپاره ډېری امریکایان په دې ګومان دي چې هېواد يې په سم لوري روان دی. "په تېرو شپږو اونیو کې ما نېږدې ۱۰۰ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل او په ټول هېواد کې د سالم عقل، خوندیتوب، خوشباورۍ او دولت بېرته ژوندي کېدو لپاره مې څه د پاسه ۴۰۰ اجرایوي اقدامات وکړل."

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ د يوشمېر فرمانونو خلاف په امريکايي عدالتونو کې عریضې هم شوې دي.

د غير قانوني کډوالو ضد اقدامات

ټرمپ په خپله وينا کې د میکسیکو او امريکا ترمينځ په جنوبي سرحد کې د بيړني حالت اعلانېدو یادونه هم وکړه چې په وینا یې، د ناقانونه کډوالو د ورتګ په مخنیوي کې یې مرسته کړې ده.

هغه وویل: "د واک تر ترلاسه کېدو وروسته زموږ حکومت د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بېساری سرحدي کنټرول او د کډوالو مخنیوی پیل کړی دی، او موږ ډېر ژر په غیر قانوني توګه د راتلونکو کډوالو شمېر په تاریخ کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسولی دی."

ډانلډ ټرمپ په بهرنۍ تګلاره کې په غزې کې د اسرایيلو او حماس ترمينځ د جګړې یادونه هم وکړه. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي. هغه د اسراییلو د یرغملیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړ.