سوات کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۴ تنه ژوبل شوي دي

د ژغورنې ادارې یو کارکوونکی د اپرېل ۲۳مې په پېښه کې ژوبل ماشوم ته لومړنۍ طبي مرسته ورکوي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو اداره او پولیس وايي، په سوات کې د دوو ګاډو په ټکر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ژوبل شوي دي.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) او پولیسو په جلا، جلا بیانونو کې ویلي دي چې پېښه د اپرېل پر ۲۳مه ماسپښین مهال د سوات په فتح پوره کې شوې ده.

په بیانونو کې راغلي چې په ژوبلو کې د څلور کسانو روغتیايي حالت خراب دی.

د بیانونو له مخې، له مدین څخه خوازه خېلې ته تلونکی یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ له یوې سپرلۍ وړونکې سوزوکۍ سره وجنګېد.

د پولیسو په وینا، په دواړو ګاډو کې سپاره کسان د اختر په مناسبت په چکر وتلي ول. پولیس زیاتوي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې ټکر د فلاینګ کوچ د تېز رفتارۍ له کبله شوی دی.

رېسکیو ۱۱۲۲ وايي چې ژوبل کسان د خوازه خېلې، مدین او سیدو شریف روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي د فلاینګ کوچ او سوزوکۍ ترمینځ ټکر د تېز رفتارۍ له وجې شوی دی - د اپرېل ۲۳مې انځور.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۵مه د بلوچستان په خضدار کې د پولیسو د یو ګاډي او مال وړونکې لارۍ ترمینځ په ټکر کې د پینځو پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي ول.

تر دې څه د پاسه یوه میاشت مخکې د پنجاب په ډېره غازي خان کې یوه نهر ته د ټریکټر ټرالۍ پرېوتو په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي ول.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د پنجاب په رحیم یار خان کې د یوه موټر د ټایر پرې کېدو او بیا له مساپر وړونکي بس سره په ټکر کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې، د فبرورۍ پر ۱۹مه، د پنجاب په کلرکهار کې د جنج یو بس له دوو ګاډو سره تر ټکر وروسته کندې ته پرېوت چې پکې لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول او ۶۴ ژوبل شول.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مرګژوبله پر قراقرم لويه لاره د یو مساپر وړونکي بس له یو وړکي موټر سره د جنګېدو له کبله شوې وه.

دا هم وګورئ:

بېلابېلو پېښو کې په سوات کې ۸ او بلوچستان کې ۶ کسان وژل شوي ديپنجاب کې په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۰ ته رسېدلیپنجاب کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شويکوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي

په کوهستان کې تر هغې پېښې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا په بل ښار کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. هغه پېښه د فبرورۍ پر دویمه له کواټ سرنګ سره نېږدې شوې وه چې پولیسو یې لامل د لارۍ د ډرېور بې احتیاطي بللی وو.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې يوې کندې ته د يو مساپر وړونکي بس پرېوتو او وروسته پکې د اور لګېدو په پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي ول.

د جنورۍ پر ۱۱مه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی وو.

د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د لسبېلې ټرافیکي پېښې اغېزمنې کورنۍ د خپلوانو مړي غواړي

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.

تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

دا هم وګورئ:

د کواټ په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۸ ته رسېدلیپه کلاسېف الله کې ټرافیکي پېښې ۶ تنه وژلي او ۲۸ یې ټپي کړي دي‌پښین کې په ټرافیکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي ديخیبر: په روژه او د اختر ورځو کې ټرافیکي پېښو ۱۲ کسان وژلي، تر ۹۰ زیات ژوبلد بلوچستان "قاتل سړکونه": د ترهګرۍ تر پېښو یې مرګ ژوبله ډېره دهسيند کې ټرافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي

اخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.