خیبر پښتونخوا کې په حملو کې د یو پولیس په ګډون ۲ تنه وژل شوي دي

په لکي مروتو کې پولیس د امنیت لپاره پر سړک پهره کوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او لکي مروتو کې په حملو کې د یو پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د میرلي تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم له ښوولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۳مه غرمه مهال پر موټرسایکل سپرو وسلوالو په میرلي بازار کې یو ځايي وګړی وویشت.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د وسلوالو مخونه پټ ول او تر حملې وروسته وتښتېدل. دوی زیاتوي چې وژل شوی کس د ایدکو (عیدکو) اوسېدونکی وو.

اخوا د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد خان مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۲مه شپې مهال د هغه ښار په نصرخېلو کې یو پولیس سرتېری وژلی دی.

دی وايي، سرتېري په بنو کې کار کاوه او لکي مروتو ته په رخصتۍ (چوټۍ) تللی وو.

خان زیاتوي چې وسلوالو پر سرتېري د هغه په حجره کې برید کړی او بیا تښتېدلي دي.

د دواړو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیسو ویلي دي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې په زرګونو کسانو د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی

په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پکې ګڼو پولیسو او نورو سرتېرو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، فعالانو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په هغو ضلعو کې د ناامنۍ پر ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه، جلسې او جرګې شوې دي او تازه د بنو ضلعې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د ناامنۍ پرضد پرلت وواهه.

تر دې یوه ورځ مخکې د سوداګرو ټولنې په بنو کې د "امن پاڅون" په نوم لاریون وکړ چې پکې په زرګونو کسانو برخه واخیسته.

انتظامیې لا د بنو پرلت په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په ضلع کې د امن ټینګښت هڅې کوي.

په بنو او د هغې ضلعې په ځونيخېلو (جانيخېلو)، شمالي وزيرستان، لکي مروتو، ډېره اسماعیل خان او د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو سيمو کې ولسونه وايي چې د امنیت په اړه زښتې اندېښنې لري.

د پاکستان او خیبر پښتونخوا حکومتونه او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.