ملګري ملتونه: طالبانو په ۳ کلنه واکمنۍ کې پر ښځو د بندیزونو لپاره ۷۰ فرمانونه صادر کړي

په افغانستان کې ښځو وخت په وخت د طالبانو د تګلارو پرضد احتجاجونه کړي دي - پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو درو کلونو کې ۷۰ فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول د ښځو او نجونو "خپلواکي، حقونه او ورځنی ژوند په نخښه" کوي.

ملګري ملتونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د اګست پر ۱۳مه په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ لپاره لسګونه پرمختګونه د طالبانو په امرونو له منځه تللي دي.

بیان زياتوي چې طالبانو په تېرو درو کلونو کې له کار کولو، زده کړو، پارکونو، ورزشي کلبونو او نورو عامه ځایونو ته د ښځو د ورتګ د مخنیوي په شمول جنسیتي بندیزونه لګولي دي.

دا هم وګورئ: د بشري حقونو د څار اداره: د طالبانو سپکونکې واکمنۍ کې د حقونه تروړل دوام لري او اقتصاد خراب شوی

ملګري ملتونه د یوې سروې پر اساس وايي چې په افغانستان کې ۹۸ سلنه ښځې احساس کوي چې د خپلې ټولنې په تصمیم نیولو کې يې نفوذ تقریباً نه شته یا محدود دی او د ۶۸ فیصده افغانو ښځو رواني (نفسیاتي) حالت بد یا زیات بد بلل شوی دی.

د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د څرګندونو او سروې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې ښځو ته یې د "اسلامي چوکاټ" له مخې ټول حقونه ورکړي، البته د هغه چوکاټ په اړه وضاحت نه ورکوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته، د خپلو سختدريځو تګلارو عملي کولو ته دوام ورکړی دی. هغوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې په ګڼو ادارو کې له کاره منع کړي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو درو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.