امریکا د افغان زده کوونکو لپاره ۱۰۰،۰۰۰ بورسونه اعلان کړل

د کابل په څنډو کې وړې نجونې په یو ګرځنده مکتب کې زده کړې کوي - د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر څلورمې انځور

امريکا د افغان زده کوونکو لپاره د ۵۰ مېليونو ډالرو په ارزښت هغه تعلیمي بورسونه (سکالرشېپونه) اعلان کړي چې له مخې به يې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه زيات له ښوونځیو بهر ماشومان تعليم حاصلوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دفتر د ډېسېمبر پر۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې، په دې اړه له قطر سره درې ورځې مخکې د کړې معاهدې تفصیل ورکړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو په مالي مرسته به نېږدې ۲،۰۰۰ هغو زده کوونکو ته هم سکالرشېپونه ورکول کېږي چې له ښوونځيو فارغ وي.

په بیان کې همداراز راغلي چې ډېری زده کوونکي به هغه افغانې نجونې وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له زده کړو منع کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډېسېمبر په پيل کې په طبي انسټېټیوټونو کې د افغانو نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول.

د بشري او ښځو حقونو نړیوالې ادارې او فعالان وخت په وخت پر طالبانو انتقاد کوي، خو هغوی وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي.

البته د طالبانو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او کله به نجونه زده کړو ته اجازه او لاسرسی ولري.