په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ د اېلېنور روزوېلټ څانګې او د پاکستان پرمختیايي چارو بنسټ (پاکستان ډېوېلپمنټ فاونډېشن) استازو د ګوزڼ مخنیوي په اړه یوه غونډه کړې ده.
د اکتوبر پر ۱۸مه د ګوزڼ وایرس د خپراوي پر مخنیوي او د ناروغۍ پر ختمولو خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو وویل چې د پوهاوي زیاتولو او د ټولنې د وګړو په مرسته د پولیو ختمول شوني دي.
د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت په بیان کې ویلي دي چې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر ریاض انور پر زده کوونکو غږ وکړ چې د ټولنې اتلان شي او د پولیو رنځ په مخنیوي کې رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د روغتیايي چارو ملي مرکز د اکتوبر پر څلورمه وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه یې د پېښور د شاهین مسلم ټاون سیمې په ناولو یا ناپاکه اوبو کې د پولیو وایرس نمونې موندلې دي.
دا روان کال د پېښور د بېلابېلو برخو په ناپاکه اوبو کې د وایرس د موجودګۍ ۱۳مه پېښه وه.
چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو په ناولو اوبو کې هم د وایرس نمونې موندلې وې.
دا هم وګورئ:
د واکسینو پر کمپاينونو سربیره، پاکستان کې پوليو ولې نه ختمېږي؟بنو کې یو نیم کلنه ماشومه ګوزڼ ناروغۍ وهلې دهد قبایلي ضلعو پولیسو د ګوزڼ واکسیني ډلو امنیت ساتلو اعلان کړی دید پاکستان روغتیا اداره وايي د پېښور ناپاکه اوبو په نمونو کې یې د پولیو وایرس موندلی دیروغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.
د پاکستان چارواکو د اکتوبر په پیل کې د پولیو واکسیني کیمپېن هم ترسره کړی وو.
روان کال په پاکستان کې د پولیو درې پېښې ثبت شوې دي او درېواړه ناروغان د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.
تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.