د خوړو نړیوال سازمان له افغانانو سره د مرستو لپاره "سمدستي ۹۳ مېليونو ډالرو ته اړتيا" لري

د پکتيکا ګيان ولسوالۍ کې د خوړو نړيوالو پروګرام د خوراکي موادو د مرستو ټرکونه - انځور د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې دی.

د پکتيکا ګيان ولسوالۍ کې د خوړو نړيوالو پروګرام د خوراکي موادو د مرستو ټرکونه - انځور د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، د مارچ په مياشت کې یې د پيسو نه درلودو له امله په افغانستان کې له څلور مېلیونو خلکو سره د خوراکي موادو مرسته کمه کړې ده.

دې ادارې د مارچ پر ۲۱مه پر ټوېټر خپاره کړي بيان کې ليکلي چې "د ژوند ژغورنې چارو پر مخ بيولو لپاره په بيړنۍ ډول ۹۳ مېلیونو ډالرو ته اړتيا" لري.

په بیان کې زیاته شوې چې که دا پيسې ترلاسه نه کړي نو راتلونکې مياشت به نهه مېلیونه نور افغانان د خوراکي توکو له مرستو پاتې شي.

په کابل کې د ډبليو اېف پي ویاند وحید الله اماني د مارچ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې راتلونکې میاشت ۱۳ مېلیونه کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

دی زیاتوي، "که نوی فنډ ترلاسه نه کړو نو مطلب به یې دا وي چې موږ به یوازې څلور مېلیونه کسانو ته په اپرېل میاشت کې مرستې رسوو."

د خوړو نړیوال پروګرام ويلي تېر کال یې ۲۳ مېلیونو کسانو ته خوراکي مرستې رسولي، چې ۱۹ مېلیونه یې ښځې او نجونې وې.

د هغې ادارې د ورکړيو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ويلي ول چې په افغانستان کې له ۲۸ مېلیونو څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري او له شپږ مېلیونو ډېر خلک "له قحطۍ سره مخامخ" دي.

ځينو نړيوالو ادارو نيوکه کړې چې طالبانو پر ښځو پر کار د بندیز له امله خلکو ته د مرستو په رسېدو کې ستونزې پیدا شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل ونيو او خپل حکومت یې جوړ کړ. تر هغې وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصاد خراب شوی، روزګار لږ او سوداګري کمه شوې ده.

د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی نو همدا لامل دی چې نړيوالې مرستې هم د تېر په څېر نه دي.