د روغتیا نړیوال سازمان وايي د مرستو کمېدل یې په افغانستان کې کار اغېزمنوي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د افغانستان په ماشومانو کې د شري، تور ټوخي او نور مرضونه زیات شوي دي ـ پخوانی انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، د صحت څانګې لپاره د مرستو کمېدل به یې په افغانستان کې پر خدماتو خورا بد اغېز ولري.

سازمان د جون پر ۱۳مه په خپل راپور کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښوولې او د دې د بدو پایلو خبرداری یې ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان "د افغانستان بېړني حالت" په نوم په راپور کې لیکلي، "د بودیجې کموالی پر روغتیايي وضعیت اغېز کوي. د ګڼو روغتیايي مرکزونو فعالیت ځنډول شوی او د لویو روغتونونو ملاتړ په کمېدو دی."

د سازمان له قوله، دا حالت د ناروغانو د مړینې د زیاتوالي لامل کېدای شي.

په راپور کې راغلي چې د تېر پرتله، په ماشومانو او لویانو کې د ساه لنډۍ، نس ناستې، تور ټوخي (یا ټوخلي)، شري او ډېنګي تبې پېښې زیاتې شوې دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د راپور او اندېښنو په اړه د مشال راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي خو حکومت یې لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. داراز له هغه هېواد سره د روغتیا او پوهنې په ګډون په یوشمېر برخو کې د نړیوالو مرستې کمې شوي دي چې یو لامل یې د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیز دی.

دا هم وګورئ:

"پاملرنه" په افغانستان کې ځنډولي کارونه بیا پيلويپه زابل کې د نري رنځ ناروغي خپره شوېپه افغانستان کې څه کم لس ميليونه ماشومانو ته د پوليو واکسینو کمپاين پيل شوسېو دي چلډرن: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې زیاتره نجونه له لوږې سره مخامخ دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال د مې میاشت کې یې ۱.۴ مېلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، خو هلته مېشت ځینې خلک بیا وايي، د تېر پرتله یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم او ستونزمن شوی دی.

د هېلمند ولایت اوسېدونکی جان محمد وايي، ناروغۍ ډېرې شوي او د روغتیايي خدمتونو درک نه‌ شته. "ډېره دربدري ده، خلک ټوکر ټوکر دي. مخلوق له دې حالاتو او ناروغیو ډېر په تکلیف دی. ګراني هم ده، په صحرا کې هم پراته یوو. ډېر تکلیفونه لرو."

د اوروزګان اوسېدونکی بخت محمد وايي، په سیمه کې یې هېڅ داسې روغتون نه‌ شته چې هر ډول ناروغانو ته ورسېږي. "زموږ دا منطقه ګرده جګړو ځپلې ده. نه کلېنېک شته او نه سړک او نه هم پاملرنه ورته شته. دا مو غوښتنه ده چې دلته یو کلېنېک جوړ کړي."

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د پینځو لویو روغتونونو، د خپرېدونکو ناروغیو د ۱۰ روغتونونو او د ۲۰۵ لومړنیو روغتیايي مرکزونو د چلولو لپاره پیسې برابروي، خو زیاتوي، اړتیا ده چې د دې خدمتونو د دوام لپاره د مرسته کوونکو مالي ملاتړ دوام وکړي.