افراسیاب خټک: اجمل خټک د قام ټول بچي خپل بچي ګڼل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فبرورۍ پر اوومه د پښتون ملتپاله سیاستوال او د نومیالي ادیب اجمل خټک ۱۲م تلین لمانځل کېږي. د هغه سیاستوال ملګری افراسیاب خټک وايي، خټک تر لسیزو پورې سیاست وکړ او ویل به یې چې د "وطن ټول بچي زما خپل بچي دي. او ما خپله مینه وېشلې ده نو خیر دی چې کمه کمه وي خو چې ټولو ته ورسېږي." د ده په خبره، د پاکستان پخواني پوځي واکمن ایوب خان د هغه پر شعري ټولګې "د غیرت چغه" بندیز لګولی وو. اجمل خټک په ۱۹۷۰ز لسیزه کې جلاوطنه شو او کابل ته ولاړ او بالاخره په ۱۹۸۹ز کال کې پاکستان ته ستون شو. نوموړی په بل کال په انتخاباتو کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ څوکۍ وګټله. سیاستوال شمس بونېری وايي، اجمل خټک بند تېر کړ، د جلاوطنۍ ژوند یې وکړ خو هېڅکله یې پر خپله نظریه جوړجاړی و نه کړ. خټک په ۱۹۲۵ز کال کې زېږېدلی وو او د بېلا بېلو مجلو او ورځپاڼو د مدیر په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه. د خټک د ژوند او کار په اړه تفصیلي رپورټ د غږ په ځای کې واورئ.