د بن لادن تر وژنې ۱۰ کاله وروسته القاعده په څه حال ده؟

اسامه بن لادن (کیڼ طرف ته) په ۲۰۱۱ز کال کې ووژل شو چې تر هغه وروسته ایمن الظواهري (ښي لوري ته) د القاعدې ډلې مشر شو - د ارشیف انځور.

د امریکا او پاکستان حکومتونه وايي، وسله واله ډله القاعده د پخوا پرتله خورا کمزورې ده او په سیمه کې پوځي جوړښت نه لري. خو د ترهګرۍ چارو څېړونکي دریځ لري چې القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژنې ۱۰ کاله وروسته په فکري او نظریاتي توګه اوس هم موجوده ده.

دوی وېره ښيي د ۲۰۲۱ز کال تر سېپټېمبره له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته القاعده له نورو وسله والو ډلو سره یو ځای افغان حکومت او پاکستان ته ګواښ پېښولای شي.

افغان حکومت وايي، ملي امنیتي ځواکونه د خاورې د ساتنې بشپړ توان لري او اسلام اباد وايي، القاعده یې ماته کړې.

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې د عملیاتو پر مهال د بن لادن د وژنې اعلان وکړ.

پخوانی ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې له چارواکو سره یو ځای په اېبټ اباد کې د بن لادن پر ودانۍ د امریکايي ځواکونو برید ویډیو ګوري - د ۲۰۱۱ز کال د مې دویمه.

دا هغه وخت وو چې امریکا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو له لارې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان په ګډون نور کورني او بهرني وسله وال په نښه کول.

د امریکا په بروکېنګز انسټیټوټ کې د استخباراتي او امنیتي چارو څېړونکي او د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) پخواني چارواکي بروس ریډل په ۲۰۱۹ز کال کې په یوه مقاله کې ویلي ول، په ۲۰۰۹ز کال کې پخواني ولسمشر باراک اوباما د افغانستان او پاکستان په اړه په خپله ستراتیژۍ کې په پاکستان کې د القاعدې ډلې ماتولو ته لومړیتوب ورکړ او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې زیات کړل.

ریډل زیاتوي چې په ۲۰۱۱ز کال کې په اېبټ اباد کې د بن لادن تر وژنې څلور کاله وروسته، یعنې تر ۲۰۱۵ز پورې امریکا وتوانېده چې د القاعدې مرکزي برخه ماته کړي او هغه وسله واله ډله خورا کمزورې کړي.

القاعده کمزورې شوې

عبدالباسط د سینګاپور د نینګ تخنیکي پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو په څانګه کې د ترهګرۍ چارو څېړونکی دی. دی له ریډل سره همنظره دی او وايي، په تېره لسیزه کې د القاعدې پر وړاندې پوځي اقداماتو نتیجه ورکړې.

د باسط په اند، "د سازمان په توګه ډله خورا کمزورې ده. او د دې لامل یوازې د بن لادن وژنه نه ده بلکې د القاعدې د مشرتابه تقریباً ټول غړي په ډرون بریدونو او د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي. نو د سازمان په توګه القاعده ډېره کمزورې ده، د مشرتابه خلا لري او اغېزناکه مشر نه لري. خو دویمه خبره دا ده چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې د مرکزي برخې پرتله، د نړۍ په نورو ځایونو کې د القاعدې څانګې اوسمهال پیاوړې دي."

امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې په نیو یارک، پېنسلوېنیا او وېرجېنیا کې تر بریدونو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړه. د ۲۰۰۱ز د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

د کابل د شخړو او سولې مطالعاتو مرکز د مشر مرستیال او څېړونکی حکمت الله اعظمي وايي، په القاعده ډله کې د مشرۍ پر سر لانجې دي او خورا کمزورې ده خو په افغانستان، پاکستان او جنوبي اسیا کې ځايي همکاران لري چې په وسیله یې اوس هم د حملو وړتیا لري.

اعظمي وايي، "یو ګروپ چې پیدا شي، په کلي شکل یې ختمېدل یا له منځه وړل ناممکن برېښي. کم ګروپونه داسې دي چې په مکمل شکل له منځه تللي دي. په القاعده کې د اسامه بن لادن تر مرګ وروسته د رهبرۍ ستونزې پیدا شوې دي، په دې کې شک نشته چې پر رهبرۍ جنجال دی. زما تحلیل دا دی چې په اواخرو کې په افغانستان کې د [القاعدې] خارجي مشران کم شوي دي، له افغانستان څخه وتلي دي. مګر هغه افغان همکاران یې، یا پاکستاني همکاران او یا په نورو هېوادونو کې چې دي، هغوی اوس هم فعال دي. نو زما فکر دا دی چې القاعده په مطلق شکل له منځه نه ده تللې، او لا هم د حملو کولو استعداد لري."

د پاکستان پوځ دریځ او اقدامات

د پوهانو د نظرونو برعکس د پاکستان حکومت او پوځ وايي، په تېره یوه لسیز کې یې د "القاعدې په ګډون ټولې وسله والې ډلې ختمې" کړې دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د ۲۰۲۱ز د جنورۍ پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې کلنۍ خبري غونډې ته وویل، "د پخوا پرتله اوس په پاکستان کې هېڅ ترهګره ډله تنظیمي جوړښت نه لري."

پاکستاني پوځیان په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر وخت د مشکوکو وسله والو پاسپورټونه او نور اسناد ښيي. د ۲۰۰۹ز د اکتوبر ۲۹مې انځور.

ده وویل، "په تېرو ۲۰ کلونو کې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد بریالۍ جګړه وکړه او د یوه مسوول یا ذمه وار هېواد په توګه یې ځان ثابت کړ. په عملي ډګر کې مو، تر ۱،۲۰۰ زیاتو پوځي عملیاتو په وسیله هر ډول ترهګر تنظیم ختم کړ او تر ۱،۸۰۰۰ زیات ترهګر مو ووژل. په قانوني میدان کې مو د سختدریځۍ او ترهګرۍ ختمولو لپاره نه یوازې قوانین جوړ کړل بلکې له یوې جامع کړنلارې سره سم مو د هغو سازمانونو پر وړاندې اقدام وکړ. د نړیوال امنیت د هڅو په لړ کې مو د القاعدې ډلې تر ۱،۱۰۰ زیات ترهګر ونیول او ووژل او تر ۷۰ زیاتو هېوادونو سره مو استخباراتي معلومات شریک کړل."

هلته په اسلام اباد کې د امنیتي مطالعاتو او څېړنو مرکز د ۲۰۲۰ز کال رپورټ ښيي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه اوس هم وخت په وخت د القاعدې ډلې مشکوکو وسله والو پر ضد عملیات کوي.

له رپورټ سره سم، تېر کال پاکستانیو امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د القاعدې او په جنوبي اسیا کې د دې ډلې د څانګې درې مشکوک وسله وال ووژل او نهه مشکوک غړي یې ګرفتار کړل.

دا هم وګورئ:

د شکیل اپرېدي مقدمه له تېرو درو کلونو راهیسې د ځنډ ښکار ده: وکیل د ډاکټر شکيل اپرېدي ۱۰ کلن زندان او د هغه د کورنۍ حال

القاعده په نظریاتي سازمان بدله شوې

د اسلام اباد په اقرا پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکتر شهریار خان چې د ترهګرۍ پر موضوع یې څېړنې کړي، دریځ لري چې په تېرو کلونو کې القاعده ډله "د یو فکري تنظیم په توګه مخې ته راغلې ده چې پر نورو تنظمیونو او ګروپونو باندې اثر لري او [الهام] ورکوي او خپله هغسې فعاله نه ده. خو القاعده اوس په هغه توګه خطره نه ده پاتې چې مخې وه."

پاکستانیو چارواکو د ۲۰۱۲ز کال په فبروۍ کې په اېبټ اباد کې هغه وداني ورانه کړه چې بن لادن پکې پینځه کاله اوسېده.

عبدالباسط هم مني چې القاعده ډله په پاکستان او افغانستان کې پر وسله والو ډلو نظریاتي نفوذ لري.

خو نوموړی وايي، د ناقانونه پیسو د څار له نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) سره د ژمنو له وجې پاکستان اړ شو چې په کشمیر کې د هند پر وړاندې پر جنګېدونکو ډلو لکه لشکر طیبه فشار زیات کړي. د ده په فکر، اسلام اباد په خپله پوځي تګلاره کې بدلون راوستی چې له وجې یې په کشمېر کې د جنګېدونکو ډلو مشران په سیمه کې له القاعدې سره ملګري شول.

له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو ایستل

د امریکا حکومت وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له وجې اوس القاعده ډله سیمې ته لوی ګواښ نشي پېښولای. همدا یو لامل دی چې امریکايي ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې به ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

تر دې اعلان شاوخوا دوه اوونۍ وروسته نوموړي د اپرېل پر ۲۸مه ماخوستن مهال د امریکا کانګرس دواړو جرګو ته په وینا کې خپل دریځ تکرار کړ.

جو بایډن د اپرېل پر ۲۸مه هم له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پرېکړه تکرار کړه.

"موږ د هغو ترهګرو پر ضد افغانستان ته ولاړو چې پر موږ یې د سېپټېمبر پر ۱۱مه برید کړی وو. موږ له اسامه بن لادن سره حساب وکړ او په افغانستان کې مو د القاعدې د ترهګرۍ ګواښ کم کړ. د ۲۰ کلونو تر مړانې او قربانۍ وروسته، اوس وخت راغلی چې موږ خپل پوځیان کور ته ستانه کړو."

بایډن البته زیاته کړه چې القاعده او د اسلامي دولت یا داعش ډلې اوس هم په یمن، شام (سوریه)، سومالیا او د افریقا او منځني ختیځ په نورو ځایونو کې فعالې دي.

خو د ولسمشر اعلان د هغه هېواد ځینې پوځي مشران او د چارو پوهان اندېښمن کړي دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا یوه پوځي مشر جنرال کېنېت مېکېنزي د اپرېل پر ۲۲مه د سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټې غړو ته د معلوماتو ورکولو پر وخت له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته، د افغان ځواکونو له لوري تر خپل کنټرول لاندې سیمو د ساتلو وړتیا په اړه اندېښنه وښووله.

د طالبانو او القاعدې اړیکي

شنونکي وايي، اصلي ستونزه دا ده چې طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکي پالي.

دا هغه تور دی چې د امریکا ځینو پوځي او استخباراتي او افغان چارواکو هم څو ځلې پورې کړی خو طالبان وايي، د۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې له امریکا سره کړې موافقې ته ژمن دي او د افغانستان خاوره به هېڅ ترهګرې ډلې ته د نورو هېوادونو پر وړاندې کارېدو ته پرې نه ږدي.

که طالبانو له القاعدې سره اړیکي پرې کول نو تر اوسه به یې دا کار کړی وو.
عبدالباسط

د ترهګرۍ چارو څېړونکی عبدالباسط وايي، طالبان له القاعدې سره اړیکي نه پرې کوي نو ځکه وېره لري چې که نړیوال سرتېري له افغانستانه ووځي، نو القاعده هغه هېواد او پاکستان ته ګواښ پېښولای شي:

"که هغوی له القاعدې سره اړیکي پرې کول نو تر اوسه به یې دا کار کړی وو. تاسې د امریکا او طالبانو موافقې ته وګورئ. طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې چې پر امریکا یا ملګرو به یې له افغانستانه د ۲۰۰۱ز د سېپټېمبر ۱۱مې په څېر بل برید نه کېږي. په بله معنا، د افغانستان خاوره به پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره نه استعمالېږي. دا ضمانت طالبانو امریکا ته ورکړی، خو په دې کې یې هېڅ ځای نه دي ویلي چې له القاعدې سره به اړیکي شلوي. القاعده په نورو ځایونو کې پیاوړې ده، نو که د دې ډلې مرکزي برخه د نړۍ په نورو ځایونو کې د خپلو څانګو او پلویانو ستراتیژیکه لارښوونه کولای شي، نو هم هغه کافي ده او بیا په دې سیمه کې پیاوړي، وسله وال تنظیمي جوړښت ته اړتیا نه لري."

یو سړی په اېبټ اباد کې له هغه ځایه تېرېږي چې پکې پخوا په یو کور کې اسامه بن لادن اوسېده - د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ ۱۱مې انځور.

ورته نظر د کابل د شخړو او د سولې مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت الله اعظمي هم لري.

اعظمي وايي، داسې رپورټونه هم شته چې په وروستیو کې چې په افغانستان کې د القاعدې "ځینې غړي ووژل شول" هغه ورته هغو "طالبانو په ګوته کړي ول چې له امریکا سره یې روابط درلودل."

دی وايي، "د القاعدې وژل شویو افرادو له ایران سره ډېرې قوي اړیکي درلودې. خو زه بیا هم په دې باور یم چې هغه پخوانۍ اړیکې چې طالبانو له القاعدې سره لرلې، هغه اړیکې دوی نه شلوي او دا ډېرې قوي دي."

د اعظمي په اند، "افغان ځواکونه خو په ډېره مړانه د نړیوال ترورېزم پر وړاندې جنګېږي چې په هغه کې القاعده یوه برخه ده. مګر، په څو جبهو کې همزمانه جنګ دا ستونزمنه کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه دې په پوره معنا وکولای شي چې ټول تهدیدات چې موږ ته دي، دا دې موږ په پوره معنا له منځه یوسو. داسې فکر کوم چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې ډېر مخکې به امریکا" ټول سرتېري وباسي او "تر دې وروسته به القاعده او داسې نورې ډلې لا هم فعاله شي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ځینې هېوادونه د القاعدې حمایت کوي."

د افغان حکومت دریځ

خو افغان حکومت وايي، ملي امنیتي ځواکونه د هېواد د بشپړې ساتنې پوره توان لري.

افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل ۱۸مه ټینګار وکړ چې افغان پوځیان امنیتي چارې په ښه توګه پر مخ وړي.

افغان ځواکونه خو په ډېره مړانه د نړیوال ترورېزم پر وړاندې جنګېږي.
حکمت الله اعظمي

د نوموړي په خبره، "۲۰ کاله مخکې ۹۹ فیصده" چارې نړیوالو ځواکونو ترسره کولې خو اوس افغان ځواکونه ټول عملیات خپله کوي.

د اسلام اباد په اقرا پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد ډاکتر شهریار خان وايي، د ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره د هغوی نظریه ماتول اړین وي.

دی زیاتوي، د پاکستان، افغانستان او نړۍ پر کچ د سختدریځۍ د مفکورې پر ضد پراخې حکومتي هڅې کولای شي چې القاعده او نورې وسله والې ډلې ختمې کړي.

د القاعدې لنډ تاریخ

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخواني چارواکي او شنونکي بروس ریډل د بروکېنګز انسټیټیوټ پر ووبپاڼه په لیکنه کې ویلي چې القاعده ډلې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې خپل مرکز افغانستان ته یووړ.

بل امریکايي لیکوال، سټیف کول په خپل کتاب "ګوسټ وارز" کې لیکي په ۱۹۹۶ز کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو هغه مهال اسامه بن لادن په سودان کې وو.

د کول په خبره، نوموړی پر هم هغه کال افغانستان ته ولاړ او هلته یې د وسله والو روزنځایونه جوړ کړل.

دی وايي، اسامه بن لادن د ۱۹۹۸ز کال په پیل کې د یو منشور (Manifesto) په خپرولو د امریکا او غرب پر ضد د وسله والې جګړې پیل اعلان کړ چې د ایمن الظواهري په ګډون ځينو نورو ملګرو یې لاسلیک کړه.

پاکستانی خبریال احمد رشید په خپل کتاب "طالبان" کې لیکي، د ۱۹۹۸ز کال په اګست کې د اسامه بن لادن پلویو وسله والو یوې ډلې په تنزانیا او کینیا کې پر امریکايي سفارتونو بریدونه وکړل چې پکې سلګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د تنزانیا په پلازمېنه دارالسلام کې د ۱۹۹۸ز د اګست پر ۱۸مې وسله وال برید وشو چې پکې ګڼ کسان ووژل او ژوبل شول.

د رشید په خبره، د هغه وخت امریکايي ولسمشر بېل کلېنټن په هغو افریقايي هېوادونو کې پر امریکايي سفارتونو د برید په بدل کې د افغانستان په شمال ختیځ کې د القاعدې د وسله والو پر روزنیزو مرکزونو توغندي وتوغول.

تر دې شاوخوا درې کاله وروسته، امریکايي ولسمشر جارج ډبلیو بوش وویل، القاعدې ډلې د الوتکو له لارې په نیو یارک، پېنسلوېنیا او وېرجېنیا کې د سېپټېمبر ۱۱مې بریدونه کړي دي.

د ۲۰۰۱ز کال په حملو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان وژل شوي ول چې په غبرګون کې یې د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړه چې ورو، ورو د پاکستان، عراق، سومالیا او یمن په ګډون یو شمېر هېوادونو ته وغځېده.

د امریکايي چارواکو په وینا، په افغانستان کې د جګړې تر پیل څو کاله وروسته اسامه بن لادن پاکستان ته واوښت او هلته یې ژوند کاوه.

بروس ریډل وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له وجې چې القاعده تر فشار لاندې راغلله نو په ۲۰۰۹ز کال کې یې خپل مرکز له هغه ځایه پاکستان ته انتقال کړ او دوه کاله وروسته یې مشر اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې د امریکا ځانګرو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.