افغان لوبډلې په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې بنګلادېش ته ماتې ورکړه

د بنګلادېش لېتن داس د توپ وهنې پر مهال - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه یو ورځنۍ سیالي کې بنګلادېش ته ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې کوربه هېواد بنګلادېش د درو سیالیو د لړۍ لومړۍ دوه وار له مخه ګټلې دي.

د فبرورۍ پر ۲۸مه لومړی بنګلادېش بیټېنګ وکړ او په ۴۷م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

د بنګلادېش لېتن داس ۸۶ او شکېب الحسن ۳۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان راشد خان درې، محمد نبي دوه او فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې افغان لوبډلې د ۱۹۳ منډو هدف په ۴۱م اوور کې پوره کړل او په دې توګه یې ۵۰ اووریزه سیالي په اووه وېکټو وګټله.

د افغان لوبډلې رحمان الله ګربز ۱۰۶ منډې جوړې کړې او تر پایه یې لوبه وکړه. رحمت شاه ۴۷ او ریاض حسن ۳۵ منډې جوړې کړې.

په درېیمه سیالۍ کې د افغانستان فیلډنګ (ډګرساتنه) ښه وو ځکه چې د بنګلادېش درې لوبغاړي یې د منډې وهلو پرمهال وسوځول او د کوربه هېواد لوبډله یې ډېرو منډو جوړېدو ته پرې نه ښوده.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د مارچ پر درېیمه لومړۍ او د مارچ پر پینځمه دویمه ۲۰ اووریزه سیالۍ وکړي.