د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سېلاوونو کې د وژلیو شمېر ۲۹ ته رسېدلی او ۴۰ کسان ژوبل دي.
د وزارت یوه چارواکي ویلي، د مې له لومړۍ نېټې راهیسې په سېلاوونو کې د افغانستان د ۱۲ ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې د چارو وزارت مالي او اداري مشر غلام غوث ناصري د مې پر پینځمه مشال راډيو ته وویل، په هغو ولایتونو کې ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران شوي او ۲،۰۰۰ نور زیانمن شوي دي.
د ده په خبره، سېلاوونو ۳،۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه لاهو کړې او پکې ټول ۳۰۰ څاروي وژل شوي دي.
ناصري وايي، د طالبانو حکومت له اغېزمنو کورنیو سره مرستې پیل کړې دي. "د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت د شهیدانو له کورنیو او زیانمنو کسانو سره د نغدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې او دغه راز یې [خلکو ته] د څښاک اوبه" ورکړې دي.
دی زیاتوي چې سېلاوونو تر ټولو زیات زیان په کندوز، تخار، بغلان، بادغیس، فاریاب، پروان، بدخشان او هرات ولایتونو کې اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې بارانونه دوام لري چې له وجې یې د سېلاوونو خطر دی.
هر کال د پسرلي له پیل سره سم د افغانستان، په ځانګړي ډول شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې، بارانونه کېږي چې له وجې یې سېلاوونه راځي.