یو نوی رپورټ وايي چې د افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د نړۍ ۱۹ هېوادونه په راتلونکو کلونو کې له یو لړ لویو ماحولیاتي ګواښونو سره مخامخ دي.
د "ماحولیاتي ګواښونو رجسټر" په نوم دا رپورټ په سېډني کې د اقتصاد او سولې انسټيټیوټ د سېپټېمبر پر نهمه خپور کړی.
دا اداره هر کال د سولې او د ترهګرۍ په اړه ارقام او رپورټونه خپروي او دا لومړی ځل دی چې د ماحولیاتي ګواښونو پر موضوع یې مفصل رپورټ خپور کړی.
انسټيټیوټ د نړۍ په ۱۵۷ هېوادونو او سیمو کې څېړنې کړي دي او وايي چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به له دې جملې څخه ۳۴ فیصده هېوادونه د اوبو او ۲۲ سلنه به یې د خوراک له لوی کمښت سره مخامخ شي چې له وجې به یې نه یوازې میلیونونه خلک بې کوره او بې ځایه شي بلکې په نړۍ کې به د خوارځواکۍ کچ هم خورا زیات شي.
رپورټ افغانستان د چاپېریال او اب و هوا بدلون له پلوه له تر ټولو زیاتو ګواښونو سره مخامخ هېواد بللی دی او وايي، هغه هېواد د اوبو او خوړو له کمښت، له خوراکي نامصوونیت، سېلاوونو، وچکالۍ او د نفوس یا ابادۍ زیاتېدو په څېر ستونزو سره مخامخ دی.
رپورټ وايي، افغانستان د نړۍ له تر ټولو زیاتو ناامنه هېوادونو څخه یو دی چې پکې په ۲۰۱۹ز کال کې تر ۳۰،۰۰۰ زیات کسان ووژل شول. خو په عین وخت کې موندنې ښيي چې تېر کال په هغه هېواد کې میلیونونه خلک د شخړو او طبیعي ناورینونو له وجې بېکوره شول.
د چاپېریال د وضعې او ماحولیاتي ګواښونو په اړه دا رپورټ مثال ورکوي چې که یو هېواد د وچکالۍ ښکار وي او په عین وخت کې یې ابادي هم زیاتېږي نو په راتلونکې کې له لا زیات فشار سره مخامخېدای شي.
خو دا یوازې افغانستان نه بلکې پاکستان، هند، ایران، د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه چې په سر کې یې عراق او شام (سوریه) دي او د افریقا ځینې هېوادونه لکه موزمبیق، نمېبیا او بوټسوانا هم دي چې له لویو ماحولیاتي ګواښونو سره مخامخ دي.
پاکستان په ځانګړي ډول د سېلاوونو له لوی خطر سره مخامخ دی. په اګست کې هم د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو، په کراچۍ او د پنجاب او سیند په ځینو برخو کې سېلاوونو خلکو ته د مرګ-ژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه ور په برخه کړل.
د دې تر څنګ، د اوبو کمښت له پلوه هند په جنوبي اسیا کې په لومړي او پاکستان په دویم ځای دی.
رپورټ وايي، له ۱۹۹۰ز څخه تر ۲۰۱۹ز پورې، د شاوخوا درې لسیزو په موده کې په افغانستان کې پېنځه او په پاکستان کې دوه لویې وچکالۍ تېرې شوې دي.
په همدې موده کې په افغانستان کې ۸۵ او په پاکستان کې ۸۴ سېلاوونه راغلي دي.
که په تېرو درو لسیزو کې د وچکالیو، سختې ګرمۍ او سختي یخنۍ، سېلاوونو، د ځنګلونو اور اخیستو او توپانونو حساب ولګول شي نو د رپورټ په وینا، پاکستان له ۱۲۱ او افغانستان له ۱۰۷ ناورینونو سره مخامخ شوی دی.
د اقتصاد او سولې انسټيټیوټ معلومات ښيي چې له ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز پورې قدرتي ناورینونو د ناامنیو او جنګونو پرتله خورا زیات خلک بې کوره کړي دي.
رپورټ وايي، په ۲۰۱۹ز کال کې د شخړو او جنګونو له وجې شاوخوا نهه میلیونه خو د ناورینونو له کبله شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک کورونو پرېښودو، د هېواد دننه یا بهر کډوالۍ ته اړ شول.
رپورټ زیاتوي چې د نړۍ په یو شمېر برخو کې لسګونه هېوادونه دومره اقتصادي وسایل نه لري چې د اب و هوا په ګډون د نورو ماحولیاتي بدلونونو په نتیجه کې پیدا کېدونکې ستونزې حل کړای شي.