د مزارشریف ښار پر جومات او درې نورو ولایتونو کې بریدونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په مزار شریف کې ګڼ خلک تر چاودنې وروسته د سې جومات دوکان وره ته ورغلل - د اپرېل ۲۱مې انځور.

د افغانستان په پلازمېنې کابل، ښار مزارشریف، کندوز او ننګرهار کې په چاودنو او بمي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف ښار کې د اهل تشیع په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال درنه چاودنه شوې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، وسله والې ډلې داعش پر ټېلېګرام په یوه بیان کې د مزارشریف پر جومات د حملې مسوولیت منلی دی.

د مزارشریف پر جومات برید

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي چې چاودنه په جومات کې ایښو چوونکو موادو له امله شوې. "نن د افغانستان دښمنانو یوه لویه فاجعه ترسره کړه. د سې دوکان په سیمه کې يې چاودنه وکړه. دا چاودنه د چوونکو موادو له امله شوې ده."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي د شیعه ګانو پر جومات په برید کې د مرګ ژوبلې بېلابېل ارقام ښيي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښوول شوی رسنیو ته ویلي، په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د هغه ولایت د عامې روغتیا رییس نجیب الله توانا وايي چې په پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي. توانا دا هم ویلي دي چې په ټپیانو کې د شپږو روغتیايي وضعیت نازک دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مزارشریف پر جومات په برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسوشیېټېډ پرېس اژانس د بلخ د بو علي سینا روغتون د سرطبیب ډاکتر غوث الدین انوري له قوله د ۱۰ تنو د وژل کېدو او ۴۰ د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.

په کندوز کې چاودنه

اخوا په کندوز کې د طالبانو یو کوسټر ګاډی د چاودنې ښکار شوی دی چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د اپرېل پر ۲۱مه د کندوز په چاودنه کې ژوبل ماشوم په روغتون کې بستر دی.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ ویاند عبیدالله عابدي د اپرېل پر ۲۱مه مشال راډيو ته تایید کړه چې په وړوکي ښار دورې کې د طالبانو د ۲۱۷ عمري قول اردو د تخنیکي کارکوونکو موټر په نښه شوی دی. "د قول اردو د مستریانو د عملې په موټر چاودنه شوې ده، ۱۹ کسان چې درې پکې د ښوونځي زده کوونکي دي ټپیان شوي دي او دغه شان څلور تنه شهیدان لرو."

ننګرهار او کابل کې چاودنې

د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو یو رېنجر موټر د سړک غاړې بم ښکار شوی چې پکې له معلوماتو سره سم، څلور طالبان وژل شوي او یو ژوبل دی.

خو د طالبانو حکومتي چارواکو دا مرګ ژوبله نه ده تایید کړې.

هلته په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د اپرېل پر ۲۱مه تر غرمې مخکې د ښار په قمبر څلور لاره کې په یوه چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

نوموړي البته د پلازمېنې په کمپنۍ کې د بلې چاودنې رپورټونه رد کړل.

د کندوز، ننګرهار او کابل د بریدونو ذمه وارۍ چا نه دي منلې خو له شاوخوا پینځو میاشتو راهیسې په کندوز او کندهار کې د شیعه ګانو پر جوماتونو د چاودنو مسوولیت د وسله والې ډلې داعش خراسان څانګې منلی وو.

دا پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د کابل پر تعلیمي مرکزونو تر ټولو خونړی برید په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ نېږدې درې میاشتې مخکې شوی وو. په هغه حمله کې لږ تر لږه ۸۵ کسان، چې اکثره يې نجونه وې، وژل شوي او لسګونه نور زخميان ول.