سپینې ماڼۍ او د ناټو اېتلاف یو شمېر چارواکو ویلي چې له افغانستانه یې د سرتېرو ایستلو بهیر پیل کړی دی.
دوی دا خبره د اپرېل پر ۲۹مه پر داسې مهال کړې چې له رپورټونو سره سم، طالبانو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه اعلان وکړ چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي او په دې توګه یې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت او طالبانو ترمنځ د پوځیانو ایستلو لپاره د مې لومړۍ نېټې ټاکلې موده تر څلورو میاشتو وغځوله.
د بایډن تر اعلان وروسته، د ناټو متحدان هم د غوڅ ملاتړ تر ماموریت لاندې د بهرنيو سرتېرو پر ایستلو سلا شول.
د سپینې ماڼۍ د اپرېل ۲۹مې اعلان، د تېرې اوونۍ په پای کې د پوځیانو د وتلو عمل پیلېدو په اړه د یوه لوړپوړي امریکايي جنرال وینا تاییدوي.
دا هم وګورئ:
جنرال مېکېنزي د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو پر وړتیا اندېښنه ښوولېله افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل پېل شوي، تجهيزات افغانانو ته پريږدو: سکاټ ميلرد سي اېن اېن ټېلېوېژن په وینا، شاوخوا ۱۰۰ سرتېري او د پوځي سامان زیاتره برخه په الوتکه کې لېږدول شوي.
د فرانسې خبري اژانس د ناټو د یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوولی، له خولې ویلي چې د هغه اېتلاف سرتېرو هم له افغانستانه وتل پیل کړي.
ناټو اوسمهال په افغانستان کې ۹،۶۰۰ پوځیان لري.
د ناټو چارواکي ویلي: "د ناټو متحدینو د اپرېل په نیمایي کې پرېکړه وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې به له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ایستل پیل کړي او دا ایستل پیل شول."
امریکايي ولسمشر جو بایډن د اپرېل ۲۸مې پر ماخوستن د کانګرس دواړو جرګو ته په وینا کې له افغانستانه د پوځیانو ایستلو دریځ تکرار کړ. په شپه کانګرس ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې خپلې موخې ته رسیدلي او اوس باید له دې هېواده ووځي.
"موږ د هغو ترهګرو پر ضد افغانستان ته ولاړو چې پر موږ یې د سېپټېمبر پر ۱۱مه برید کړی وو. موږ له اسامه بن لادن سره حساب وکړ او په افغانستان کې مو د القاعدې د ترهګرۍ ګواښ کم کړ. د ۲۰ کلونو تر مړانې او قربانۍ وروسته، اوس وخت راغلی چې موږ خپل پوځیان کور ته ستانه کړو."
په عین وخت کې افغان چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو په زیاتېدونکو بریدونو کې تر ۱۰۰ زیات افغان سرتېري وژل شوي دي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې له وجې اندېښنه پیدا شوی چې ښایې دا اقدام طالبانو ته واک ته د رسېدو زمینه برابره کړي.
د دې ترڅنګ د کورنیو جګړو احتمال وېره هم شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکېن روانه اوونۍ له سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته د کورنۍ جګړې یا له پوځي لارې د طالبانو واک ته د رسېدو احتمال رد نه کړ، خو ویې ویل چې هېڅ څوک د افغانستان د کورنۍ جګړې پلوي نه کوي.