د خيبر پښتونخوا په اورکزیو کې ځايي مشران ادعا کوي چې اېف سي ځواک د ګووين سيمې پر ځينو اوسېدونکو تشدد کړی دی.
هغو مشرانو د اکتوبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواک د هغوی په سيمه کې سړک جوړول غوښتل خو چې کله ځايي خلکو دې کار ته پرې نه ښوول نو اېف سي ځواک تشدد ورباندې وکړ او د دوی پينځه کسان يې ونيول.
ځايي انتظامیې او اېف سي ځواک لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
يو ځايي مشر صفي الله اورکزي مشال راډیو ته وويل، که د هغوی پر ځمکه سړک تېرېږي، نو حکومت دې معاوضه ورکړي، ځکه چې دا سړک یې "پر قيمتي ځمکو او کورونو" تېرېږي.
د فېروزخېلو ځايي مشر حلیم ګل مشال راډیو ته وویل، د ګووین د اوسېدونکو غوښتنه جایزه ده خو اېف سي ځواک یې له حقه "په شا کولو لپاره" د خپلو "اختیاراتو ناجایزه استعمال" کړی دی چې دی یې غندي.
ده زياته کړه چې د سړک جوړلو خلاف د ځايي اوسېدونکو مقدمه په عدالت کې روانه ده، خو پر دې سربېره حکومت په زور مشينونه وروړي دي.
دا هم وګورئ: د اورکزیو د مموزیو مشران وايي حکومت دې ورته د ولس د ځمکې پیسې ورکړيد ځايي وګړو د ادعا او اندېښنو په اړه د اېف سي ځواک چارواکي، د ضلعي پولیسو مشر نثار احمد او له سيمې د صوبايي اسمبلۍ غړی غازي غزن جمال له مشال راډيو سره خبرو کولو ته تیار نه شول.
خو د مسلې د حل لپاره ضلعي انتظاميې د اکتوبر پر شپږمه د ګووين سيمې مشران کلایې هېډکوارټر ته وربللي دي.
حکومت دوه کاله مخکې له فېروزخېلو تر ګووين پورې د شپږ کېلوميټره سړک جوړولو منظوري ورکړې وه، خو وروسته یې نقشه له میربکه څخه د ګووین پر لارې سنګړۍ ته بدله شوه چې ځايي خلکو يې مخالفت وکړ او دا اقدام يې په عدالت کې چیلېنج کړ.