افغان حکومت، طالبانو، امریکا او قطر ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه په دوحې کې د سولې بین الافغاني خبرې پیلېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د سېپټېمبر ۱۰مې پر ماخوستن په یوه بیان کې د خبرو د پیل هرکلی کړی او پر دواړو خواوو یې ټینګار کړی چې "د افغانستان د څلور لسیزو د جګړې او وینې تویونې درولو لپاره دا تاریخي موقع" ضایع نه کړي.
تر دې نوموړي وروسته ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې پامپېو به د قطر پلازمېنې دوحې ته ورځي چې د بین الافغاني خبرو د پیل په غونډه کې ګډون وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر ۱۰مې پر ماښام په یوه بیان کې تایید کړه چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه د سولې د خبرو کوربه توب کوي او زیاته یې کړه چې دا په هېواد کې د "دوامداره سولې راوستو لوري ته یو جدي او مهم ګام دی."
د افغان ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي چې د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور نادري به په خبرو کې ګډون کوي.
د سولې اړوند نور مطالب ولولئ
ځینې ورانکاري د سولې تاریخي موقعې د ګډوډولو هڅه کوي: خلیلزادله طالبانو سره خبرو ته تیاري شوې ده: افغان حکومت"د افغان حکومت او طالب بندیانو ازادېدو بهیر پای ته ورسېد"په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم د سېپټېمبر ۱۰مې پر ماښام په یوه بیان کې ویلي چې بین الافغاني خبرو ته تیار دي.
بیان زیاتوي چې طالبان د خبرو د بهیر ښه پرمختګ او د "اسلامي ارزښتونو" او لوړو ګټو په چوکاټ کې په ټول هېواد کې د "سولې او سوچه اسلامي نظام" راوستو هوډ لري.
د افغان حکومت پلاوی د سېپټېمبر پر ۱۱مه قطر ته ځي.
دا خبرې د فبرورۍ پر ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له موافقې سره سم پیلېږي.
ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د مارچ پر ۱۰مه پیل شي خو د بندیانو خوشې کولو ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو د دواړو خواوو د اختلاف له کبله وځنډېدې.
د روغې جوړې د ملي شورا مرستیال حاجي دین محمد مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو وروستي شپږ زندانیان، چې د اسټرالیايي او فرانسویو پوځیانو په وژنه تورن ول، یې د سېپټېمبر پر ۱۰مه په یوه الوتکه کې قطر ته استولي دي.