د سوات اوسېدونکي خالد اقبال د کورنۍ غميزه هغه ورځ پیل شوه چې په ۲۰۰۷ز کال کې وسله والو طالبانو پر نومیالي پښتون سياستوال محمد افضل خان باندې مرګونې حمله وکړه.
برید لا روان وو چې د خالد اقبال تره محمد رحیم بلاله ورورسېد، له موټره يې ټوپک واخیست، پر وسله والو يې ډزې وکړې او هغوی وتښتېدل. په بريد کې افضل خان زخمي او دوه ساتونکې يې ووژل شول.
له دې سره وسله وال د محمد رحیم بلاله او د هغه د کورنۍ دښمنان شول.
د اګست پر ۲۱مه نېټه چې د ترهګرۍ د قربانيانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي نو پکې د بلاله په شان د لاکونو پښتنو قربانۍ د قبرونه، وينو، اوښکو، بېکورۍ او تباهۍ په شکل کې شاملې دي.
د ترهګرۍ ضد نړیوال جنګ او په پاکستان کې وسله والي
د ترهګرۍ ناورين د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر له ۱۱مې پیلېږي چې وسله والې ډلې القاعدې امريکا په نښه کړه او په زرګونه ولسي وګړي يې ووژل.
د بريد پر مهال د القاعده مشر اسامه بن په افغانستان کې وو او هغه وخت د ملا محمد عمر په مشرۍ طالبان پر افغانستان واکمن ول.
امريکا له طالبانو د اسامه بن لادن د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو د هغوی د انکار په صورت کې واشنګټن او اتحاديانو يې پر افغانستان بريد وکړ د طالبانو رژيم یې نسکور کړ.
د امريکا د بريد پرضد د پاکستان مذهبي ګوندونو پراخې مظاهرې وکړې خو له وخت تېرېدو سره د هېواد په یو شمېر سيمو کې وسله والې ډلې جوړې شوې چې په مختلفو نومونو یې فعاليتونه کول.
په سوات کې وسله والي
دغسې يوه ډله د مولانا فضل الله په مشرۍ په سوات کې جوړه شوه.
په پيل کې مولانا فضل الله د اېف اېم رېډيو له لارې د دين تبليغ کاوه حو بيا يې ورو، ورو د سختدریځۍ او وسله والۍ خوا ته مخه کړه.
په ۲۰۰۷ز کال د مولانا فضل الله په مشرۍ وسله وال طالبان په زور کې شول او پر پوليسو، سياسي مخالفينو، هنرمندانو، مخورو او مسلکي کسانو يې بريدونه پیل کړل او خپل مخالفان به یې وژل.
نامعلوم کسان، خلک وژني. له تاسو سره چې مرکه کوم، نو هم وېرېږم.خالد اقبال
په سوات کې عوامي نیشنل ګوند، پيپلز پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د مسلم ليګ (ن) او قامي وطن ګوند ځينې مشران، مدني فعالان او ګڼ قامي مشران د وسله والو طالبانو مخې ته ودرېدل.
طالبانو د خپلو مخالفينو وژلو فهرست جوړ کړی وو چې هر شپه به يې په اېف اېم رېډيو چېنل اعلاناوه.
د کوزې درشخېلې اوسېدونکې خالد اقبال د نيکه محمد رحيم بلاله نوم هم په دې نوملړ کې وو.
دوی د افضل خان، چې په افضل خان لالا مشهور وو، خپلوان او له عوامي نېشنل ګوند سره تړلي دي.
د محمد رحیم بلاله د کورنۍ د تریخ ژوند پیل
محمد رحيم بلاله چې پر لالا د وسله وال برید ناکامولو هڅه وکړه نو دا د طالبانو په نظر کې د هغه لویه ګناه وه او له همدې ورځې د هغه او د کورنې د ژوند ترخې شېبې پیل شوې.
خالد اقبال د اګست پر ۲۰ مه مشال راډيو ته وويل چې پر افضل خان د حملې ناکامولو تر هڅې وروسته طالبانو د دوی نېږدې او ليرې خپلوانو د ځورولو لړۍ پیل کړه.
"طالبانو په جوماتونو کې اعلانونه وکړل چې د محمدرحيم خان کورنۍ مرتد ده. پمفلېټونه (شپې پاڼې) يې ووېشل چې پکې موږ کافران ګرځول شوی وو او د کور پر دروازو يې کاغذونه ولګول چې پکې يې موږ ته د حلالو دړکه راکړې وه."
د ۲۰۰۷ز کال په پای کې يوه شپه ګڼ طالبان د دوی پر کور ورغلل او د خالد اقبال په وينا، د ده پلار محمد اقبال، اجمل خان او احسان الله يې کوڅې ته وایستل، په ستنو يې وتړل او د محمد رحيم د ورسپارلو غوښتنه يې وکړه خو هغه دا مهال پر کور نه وو.
"بیا د کلي اوسېدونکو په چل ول او خبرو اترو دوی درې واړه له وسله والو خلاص کړل."
له خلاصېدو سره سم، هغوی د کور پر بام وختل د ګاونډیو له بامونو تېر شول، د سوات سيند ته ورسېدل او ورپسې بيا د شانګلې له لارې مانسهرې ښار ته ورسېدل.
خو بیا هم په کلي کې د طالبانو ځورونې و نه درېدې او هغوی یې يوه شپه د کور دروازه په زور له بنياده وایستله، ورننوتل او د خالد اقبال په خبره، صندوقونه او د اوبو ډرمونه يې ولټول چې هسې نه پکې سړي پټ وي.
"زما مور چې عمر يې تر ۵۰ زيات وو او نيا مې، زما له تره سره له کوره ووتلې او [پلې] د شانګلې په غرونو واوښتې."
د خالد اقبال په وينا، مور يې ورته وويل چې پیاده سفر له کړاوه ډک وو، د خوراک څښاک یې هېڅ نه لرل او نیا یې نوره د تګ قابله نه وه او حالت یې مرګونی وو.
د ده په خبره، مور یې پرېکړه کړې وه چې "که نيا مې مړه شي نو بله چاره نشته هم دلته به يې خاورو ته سپارو."
له طالبانو سره موافقه او بیا پوځي عملیات
په ۲۰۰۸ز کال کې په پاکستان کې انتخابات وشول او په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند او پيپلز پارټۍ ګډ حکومت جوړ شو.
صوبايي حکومت له وسله والو طالبانو سره هم د دې کال د مې پر ۲۱مه د امن تړون وکړ چې څو مياشتې وروسته مات شو.
د پاکستان پوځ، چې وار له مخه يې په سوات کې د "راه حق" په نوم عمليات کړي ول، د سولې د تړون تر ماتېدو وروسته د ۲۰۰۹ز کال د اپرېل کې د طالبانو ضد د "راه نجات" په نوم پوځي عملیات پیل کړل چې له وجې یې له ټول سواته شاوخوا ۲۰ لاکه کسان د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو سیمو ته په کډه شول.
پوځ په جولای کې د عملياتو د کاميابۍ اعلان وکړ چې ورسره له اګست څخه د خلکو کورونو ته د ستنېدو لړۍ پیل شوه.
د طالبانو مشر مولانا فضل الله وروسته په افغانستان کې ښکاره شو او د ۲۰۱۸ز کال د جون په مياشت کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.
سوات د وسله والو له کنټروله ووت، خو اقبال او نور خلک لا هم د طالبانو له ترهې ازاد نه دي.
"وضع نسبتاً ښه شوې ده خو وېره ترهه اوس هم شته. نامعلوم کسان، خلک وژني. له تاسو سره چې مرکه کوم، نو هم وېرېږم. څو ورځې مخکې هم په شکردره کې چې د يوې کورنۍ ۱۶ [غړي] یې وژل شوي ول، ۱۷م تن یې هم وروواژه."