د کورمې په خرلڅیو کې د دوو قومونو له پولې هغې خوا ته له طالبانو سره نښته شوې ده چې پکې د مرګژوبلې راپورونه نه شته خو د دواړو خواوو ودانیو او ګاډو ته زیان اوښتی دی.
د سیمې خلک وايي، دا نښته پر لانجمنه ځمکه د تعمیراتي چارو پیلېدو له وجې شوې ده.
د خرلڅیو سید مبین حسین د نومبر پر ۱۹مه شپې ناوخته مشال راډيو ته وویل چې د دوپرزیو او بنګښو ولسونو "سلګونه اېکړه ځمکه" پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځېدو له وجې د افغانستان خوا ته پاتې شوې ده چې ورباندې د شنبې یا خالي پر ورځ طالبانو سړک او مورچې جوړولې.
دی وايي، د همدې له وجې هلته نښته پیل شوه چې پکې دواړو خواوو سپکې او درنې وسلې وکارولې او جګړه تر شپږو ساعتونو پورې روانه وه.
د طالبانو حکومت لا د نښتې په اړه رسمي دریځ نه دی ورکړی خو چارواکو یې تر جګړې مخکې د خرلڅیو او بوړکي سیمو له قومي مشرانو په جرګه کې ویلي ول چې له کابله ورته امر شوی دی چې هلته دې تعمیراتي چارې پیل کړي.
طالبانو هلته د ودانۍ کارونه تر هغې وروسته پیل کړل چې دوه ورځې مخکې یې د پاکستان له ملېشه ځواک سره په نښته کې درې طالب سرتېري ژوبل شول.
له رپورټونو سره سم، یو کس چې پېژندګلوي یې نه ده شوې له افغانستانه خرلڅیو ته اوښتی وو او طالبانو یې د ورستنولو غوښتنه کوله چې پر دې خبره دواړه خواوې سره ورانې شوې او جګړه وشوه.
پر ډېورنډ کرښه اغزن تار
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار پیل کړ. هغه مهال د افغانستان پخواني حکومت د باړ لګول د اسلام اباد یواړخیزه اقدام بللی وو او مخالفت یې کړی وو چې له وجې یې د دواړو هېوادونو تعلقات څو ځلې ترینګلي شول او ان د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې هم وشوې.
ډېورنډ کرښه په یوشمېر ځایونو کې په مشخص ډول نه ده کښل شوې. همدا لامل دی چې د کورمې په ګډون د دواړو خواوو ولسونو تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي دي چې د اغزن تار له وجې یې راز راز زیانونه ګاللي دي.
د پولې دواړو خواوو ته پراته خلک وايي، اغزن تار یې اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان اړولی، باړ له خپلوانو بېل کړي، دودیزې او کلتوري رابطې یې پرې شوي، د یو شمېر کلیو خلکو ځمکې، کورونه او ځنګلونه یې د کرښې بلې خوا ته پاتې شوي او د دواړو خواوو د ځینو ولسونو لسګونه کورنۍ ان له پاکستاني یا افغان شهریته (تابیعت) هم بې برخې شول.
دا هم وګورئ: پر ډېورنډ کرښه اغزن تار د دواړو خواوو ولسونو ژوند ګران کړیپر سوداګرۍ د کورمې تاوتریخوالي اغېز
په سیمه کې تازه تاوتریخوالي د خرلڅیو او ډنډ پټان ولسوالۍ ترمینځ پر لاره سوداګري هم اغېزمنه کړې ده. د انځري سیمې سوداګر حاجي مصایب حسین مشال راډیو ته وویل چې دواړو خواوو ته په سامانونو بار ګاډي ولاړ دي چې له وجې یې سوداګرو ته د تاوانونو اوښتو اندېښنې زیاتې شوې دي.
ده او نورو سوداګرو د دواړو خواوو پر چارواکو غږ کړی دی چې د خبرو له لارې دې ستونزې هوارې کړي.
د کورمې انتظامیې او لوړپوړو پوځي چارواکو ویلي دي چې هڅه کوي په سیمه کې ژوند عادي حالت ته ستون کړي چې د خرلڅیو پر لاره سوداګریزې هلې ځلې بیا پیل شي.
د پاکستان حکومت چې په کورمه کې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار لګول پیل کړل نو ورسره سم، د ګاوي، بوړکي، شورکو او شهیدانو ډنډ لارې وتړل شوې او یوازې یې د خرلڅیو لاره د سوداګرۍ لپاره پرانیستې پرېښوده.
د ډېورنډ کرښې لنډ تاریخ
په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو برتانیویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې د ډېورنډ کرښه کښلې وه.
د ډېورنډ کرښه ۲،۶۴۰ کیلومیټره اوږدوالی لري.
په ۱۹۴۷ز کال کې هند په دوو برخو وویشل شو او پاکستان جوړ شو.
د پاکستان حکومت له هغه وخت راهیسې د ډېورنډ کرښه له افغانستان سره رسمي او نړیوال سرحد بولي خو کابل دا پوله په رسمیت نه پېژني.