خوست کې له سلګونه بې وزلو سره خوراکي مرستې شوې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خوست کې د سرې میاشتې سازمان له ۱،۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د هغو خوراکي توکو مرسته کړې ده چې د جرمني یوه خیریه بنسټ افغانستان ته لېږدولي دي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي او ملګري ملتونه وايي، د هېواد مېلیونونه وګړي له لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي چې مرستو ته اړتیا لري. د خوست یوشمېر اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۱۶مه د مرستو تر اخیستو وروسته مشال راډیو ته وویل، لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري. ویډیويي رپورټ.