خیبر پښتونخوا کې اختر لمانځل شوی، وفاقي حکومت د مې پر درېیمه اعلان کړی

د پېښور په سنهري جومات کې ګڼ خلک د اختر لمانځه ته ورغونډ شوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او د پېښور د قاسم علي خان جومات له اعلان سره سم د دوشنبې (ګل) پر ورځ د هغې صوبې او قبایلي سیمو خلک کوچنی اختر لمانځي خو د پاکستان وفاقي حکومت د مې پر درېیمه اختر اعلان کړی دی.

په افغانستان کې خلکو د مې پر لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت له اعلان سره سم کوچنی اختر ولمانځه. د سعودي عرب په ګډون په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې د مې پر دویمه کوچنی اختر دی.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتي چارو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف د مې پر لومړۍ نېټه ماخوستن مهال پر ټوېټر د اختر اعلان وکړ.

تر دې مخکې د پېښور په قاسم علي خان جومات کې د مفتي شهاب الدین پوپلزي په مشرۍ د غیرسرکاري رویت هلال کمېټۍ تر غونډې وروسته هم اختر اعلان شو. د کمېټۍ یوه غړي او دیني عالم سید پیر تاج میر شاه د مې لومړۍ پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، "مفتي شهاب الدین پوپلزی هغه وخت اختر اعلانوي چې کره ګواهان مخې ته راشي. نن د عالمانو د کمېټۍ مخې ته ۱۲۹ شهادتونه راغلل چې تر جاج اخیستو وروسته یې اختر اعلان شو."

د پاکستان د رویت هلال مرکزي کمېټۍ مشر مولانا عبدالکبیر ازاد د مې پر لومړۍ نېټه ماخوستن مهال په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه په ټول ملک کې به کوچنی اختر د مې پر درېیمه وي.

د رویت هلال مرکزي کمېټه په پېښور، کوټه، لاهور او کراچۍ کې هم څانګې لري.

دا هم وګورئ: په افغانستان کې د طالبانو په اعلان اختر لمانځل شوی دی

په پاکستان کې له کلونو راهیسې د روژې او اختر میاشتو لیدو پر سر اختلاف وي او اکثر په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې یې اعلان له نور هېواده جلا کېږي.

د مې پر دویمه نېټه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره ښارونو کې د اختر لمونځ وشو. په سوات کې، چې اکثر د وفاقي حکومت له اعلان سره سم اختر لمانځل کېږي، هم په یوشمېر ځایونو کې د صوبايي حکومت تر اعلان وروسته اختر دی.

مشال راډیو د ووبپاڼې لوستونکو، د فېسبوک او ټوېټر ملګرو او همداراز د راډیو اورېدونکو ته د اختر مبارکي وايي.