دوه ځايه محصول ورکول راته ستونزمن دي: تاجران

تاجران وايي، د افغانستان د يو شمېر نورو سرحدي سيمو په شان طالبانو سپين بولدک ته هم پر داخلېدونکو تجارتي موټرانو باندې لايحه يا محصول اېښی دی. انځور - ارشیف

د افغانستان او پاکستان تاجران وايي، چې د طالبانو لاس ته د سپين بولدک له لوېدلو وروسته اوس دوی پر خپلو مالونو دوه ځايه محصول ورکوي.

د دوی په وينا يو خوا طالبان په سپين بولدک کې له دوی په نغدو پيسو محصول اخلي او بلخوا کندهار ښار ته په ننوتو د افغانستان ګمرک چارواکي د انټرنېټي بانکدارۍ له لارې دوی محصولوي.

د چمن د تجارتي خونې مشر جلات خان وايي چې دې عمل يوشمېر تاجران له ستونزو سره مخامخ کړي دي. نوموړی زياتوي چې د افغانستان د يوشمېر نورو سرحدي سيمو په شان طالبانو سپين بولدک ته هم پر داخلېدونکو تجارتي موټرانو باندې لايحه يا محصول اېښی دی. "طالبانو پر خپل ترتيب د موټر پر سر ۳۰ زره، ۵۰ زره يا يو لک روپۍ لايحه اېښې ده چې د محصول په نوم يې اخلي. بيا چې کله دا موټران کندهار [ښار] ته داخل شي نو هلته چارواکي د بانکي حساب له لارې د پخوا په شان له دوی پيسې اخلي."

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې چې کله د جولای پر ۱۴مه طالبانو پر سپين بولدک بريد وکړ نو د چمن ــ سپين بولدک لاره د سوداګرۍ په ګډون د هر ډول تګ راتګ لپاره لاره وتړل شوه.

دغه لاره د جولای پر ۱۵مه، ۱۷مه او بيا وروسته د جولای پر ۲۲مه د ولسي تګ راتګ لپاره بيا پرانيستل شوه چې اوس هم هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې دواړو خواوو ته خلک پر ځي راځي.

په افغانستان کې د امنيتي بدلونونو له کبله د لارې له تړل کېدو وروسته تاجران له زياتو زيانونو سره مخامخ ول.

خو وروسته د چمن انتظامي چارواکو اعلان وکړ چې د جولای پر ۲۶مه یې د چمن ـــ سپين بولدک لار د "افغان ټرانزيټ تجارت ترڅنګ د هر ډول سوداګرۍ لپاره" بیا پرانیستله چې په همهغه ورځ په بېلا بېلو توکو بار کنټېنران له چمن څخه سپين بولدک ته واوښتل. دا لړۍ اوس هم روانه ده او د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد لپاره لاره هره ورځ د غرمې له ۱۲ بجو څخه د مازيګر تر پينځو بجو پورې پرانيستې وي.

د چمن تاجران وايي چې يو خوا د کورونا وبايي حالاتو او بلخوا په دا وروستيو کې په افغانستان کې د امنيتي بدلونونو له کبله د لارې له تړل کېدو وروسته تاجران له زياتو زيانونو سره مخامخ ول.

د دوی په وينا د چمن له ډپټي کميشنر جمعه داد مندوخېل سره يې د څو ورځو پر لپسې خبرو اترو وروسته انتظاميه دې ته راضي کړه چې د تجارت لپاره هم د چمن لاره د سپين بولدک پرمخ خلاصه کړي.

د چمن د تجارتي خونې پخوانی مشر اينجينر دارو خان اڅکزی وايي چې کله حالات سم وي نو د ټرانزيټ په برخه کې له کراچي څخه د چمن له لارې د ۱۲۰ په شاوخوا کې ټرکونه هره ورځ افغانستان ته اوړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مال وړونکي ډرېوران د چمن لارې خلاصېدو ته خوشاله دي

د نوموړي په وينا پر دې سربېره د افغانستان او پاکستان ترمینځ د چمن ـــ سپين بولدک له لارې هره ورځ په بېلا بېلو توکو بار له ۲۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې ټرکونه اوړي را اوړي.

"د پاکستان لخوا وريژې، بوره، نور خوراکي شيان، سره (امبار)، تعميراتي سامانونه او سېمېنټ، چې د افغانستان ضرورتونه دي، هلته ځي. د افغانستان لخوا بيا وچه مېوه، لمده مېوه، جړي بوټيانې او نور داسې شيان چې هلته کرل کېږي، پاکستان ته راځي. د دې ارزښت په مليونونه ډالره کېږي."

وسله والو طالبانو په دا وروستيو کې تر سپين بولدک وړاندې له تاجکستان، ترکمنستان او ايران سره وصل د افغانستان سرحدي سيمې هم له افغان ځواکونو څخه نيولي او پر بندرونو او ګمرکونو يې کنټرول تر لاسه کړی دی.

د کندهار يو تاجر جمال الدین، چې له پاکستانه افغانستان ته ټوکر واردوي وايي، چې د لارو بندېدل او اوس بيا دوه ځایه محصول ورکول سوداګر له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

"موږ له [افغان] حکومته دا ګیله لرو چې موږ دوه ځایه محصول ورکوو. دا ۳۵ زره افغانۍ چې طالبانو له موږه پر یوه موټر اخیستي، دا باید تاسې موږ ته په ګمرک یا هم مستوفیت کې موجرا کړئ."

د لارو بندېدو او بيا وروسته دوه ځايه محصول اخيستلو په نتيجه کې په کندهار کې د ورځنيو توکو په بيعو کې هم زياتوالی راغلی دی.

د لارو بندېدو او بيا وروسته دوه ځايه محصول اخيستلو په نتيجه کې په کندهار کې د ورځنيو توکو په بيعو کې هم زياتوالی راغلی دی.

د کندهار ولايت د ګمرک مشر صبغت الله احساس بيا وايي چې پاکستاني چارواکو له دوی سره له تماس نيولو پرته چمن ـــ سپين بولدک لاره په يو اړخيز ډول پرانيستله.

نوموړی زياتوي چې دمګړی يوازې د وارداتو (درامداتو) پروسه روانه ده خو هيله يې څرګنده کړه چې افغانستان به د سپين بولدک له لارې خپل صادرات (برامدات) راتلونکې اوونۍ پيل کړي.

د احساس په وينا افغان حکومت اوس هم د پخوا په شان د مال او موټر د کيفيت او کميت له پلوه د کمپيوټري نظام او انټرنېټي بانکدارۍ له لارې محصول اخلي چې په مستقيم ډول په بانک کې د ماليې وزارت حساب ته انتقاليږي. "موږ د يو مشروع حکومت په حيث مکلف يو، چې له قانون سره سم هر څه تطبيق کړو. چې هر موټر او هر جنس راځي، هغه په مرکزي سيسټم کې داخلوو. ټولې پيسې بانکونو ته ځي. تعارفه انلاين ده او په ګمرک کې يوه افغانۍ نغدې پيسې نه اخيستل کېږي."

صبغت الله احساس زياتوي چې کله حالات سم ول او بولدک د افغان حکومت په کنټرول کې و نو د جمعې له رخصتۍ پرته به يې هره ورځ له ۵۰ میليونه څخه تر ۷۰ میليونه افغانيو پورې محصول راغونډاوه، خو د نوموړي په وينا د جولای له ۲۶مې د سوداګرۍ لپاره پر چمن ـــ سپين بولدک لارې پرانيستلو سربېره دوه اړخيزه تجارت د پخوا پرتله ډېر کم شوی چې د محصول کچ هم ورسره ټيټ شوی دی.

افغان چارواکي وايي، د حکومت عوايد د مياشتې پر سر له شاوخوا اووه نيم اربه افغانيو څخه نيمايي ته راټيټ شوي دي.

د افغانستان ماليې وزارت هم منلې چې په شپږو بندرونو کې ګمرکي فعاليت نه لري او د وسله والو طالبانو لاس ته د دغو بندرونو او ګمرکونو لوېدلو وروسته د حکومت عوايد د مياشتې پر سر له شاوخوا اووه نيم اربه افغانيو څخه نيمايي ته ټيټ شوي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په سپين بولدک کې د محصول راغونډولو په اړه څرګندونې نه دې کړې خو په چمن کې ناست پاکستاني چارواکي هم له طالبانو سره د تماسونو يا لارې خلاصولو نوعيت په اړه له څه ويلو ډډه کوي.

مشال راډيو د جولای پر ۲۸مه او ۲۹مه په بېلا بېلو وختونو کې د چمن له ډپټي کميشنر جمعه داد مندوخېل سره د هغه پر شخصي وټس ایپ او موبايل ټېلېفون شمېره څو ځلې د تماس نيولو هڅه وکړه خو پر زنګ ورتللو سربېره نوموړي يو خوا ټېلېفون ته ځواب نه وايه او بلخوا يې په ليکلې بڼه د وټس اپ پيغام پر ليدلو سربېره هم څه ډول غبرګون و نه ښود.

دا هم وګورئ:

''د افغانستان حالات له پاکستان سره له وړاندې کمزوری تجارت اغېزمنولای شي''پاکستان د چمن لاره د مساپرو لپاره پرانېسته خو د تجارت لپاره بنده دهد چمن او سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ لپاره بیا خلاصه شوهد پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا تجارت: موقعې او خنډونه څه دي؟

خو په چمن کې میشت يو ځايي کلېرينګ اېجنټ رحمت الله د جولای پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې نه يوازې له پاکستانه تجارتي مالونه روان دي بلکې د ده په خبره له کندهاره هم په انګورو او خټکيو بار کنټېنران د جولای پر ۲۹مه چمن ته را واوښتل چې پاکستاني چارواکو خپل محصول ورڅخه واخيست.

د پاکستان د عوايدو مرکزي ادارې (فېډرل بيورو اف ريوينيو) له راپور سره سم په ۲۰۲۰ــ۲۰۲۱م مالي کال کې د افغانستان او پاکستان د ټرانزيټ تجارت په ګډون د دوه اړخيزه تجارت ټول حجم ۳،۷۰۸ میليونه ډالره وو، چې د ۲۰۱۴ــ۲۰۱۵ز مالي کال پرتله شاوخوا ۱۵۰۰ میليونه ډالره ښکته شوی دی. تاجرانو اندېښنه ښوولې چې ناامنه حالات دا کچ نور هم ټيټولای شي.