سردار عارف وزیر خاورو ته وسپارل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر عارف وزیر د مې پر لومړۍ برید شوی وو

ډېره اسماعیل خان - د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژلي مخکښ سردار عارف وزیر مړی د مې پر درېیمه په خپل پلرني ښار واڼه کې خاورو ته سپارل شوی دی.

په غویی خوله سیمه کې د وزیر جنازې ته زرګونه خلک ورغلي ول. تر جنازې مخکې د غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر پېنځمه په نړۍ کې د عارف وزیر د وژنې ضد د احتجاجونو اعلان وکړ.

وزیر د مې پر لومړۍ تر روژه ماتي لږ ساعت مخکې په واڼه کې له خپل کور سره نېږدې په وسله وال برید کې ټپي شوی وو چې د خالي (شنبې) پر ورځ د اسلام اباد په پېمز روغتون کې ومړ.

په ډېره اسماعیل خان کې جنازه او ویناګانې

د غورځنګ لسګونه مشرانو، غړو او زرګونه پلویانو د مې دویمې پر ماخوستن په ډېره اسماعیل خان کې د وزیر جنازه وکړه.

په ظفر پارک کې تر جنازې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عارف وزیر د تره زوی او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر او د قامي اسمبلۍ بل غړي محسن داوړ ویناګانې وکړې.

دوی د وزیر د وژنې په تړاو پر حکومت انتقاد وکړ او تورونه یې پورې کړل.

دا هم وګورئ: په جلال اباد کې د عارف وزیر غایبانه جنازه شوې

علي وزیر په وینا کې وویل، عارف وزیر غوښتل چې روژه ماتي ته کور ته ځان ورسوي، خو روژه ماتی یې ونکړ.

وزیر زیاته کړه چې پر وژنو سربېره له خپلې مبارزې نه په شا کېږي:

"که زموږ په کور [کې] یوه وړه نجلۍ هم [ژوندۍ] پاتې شي، د پښتنو د امن جنډه (بیرغ)، د پښتنو د غیرت جنډه، د پښتنو د عزت جنډه او پښتون ته پر خپله خاوره د سم ژوند" جنډه به یې هسکه نیولې وې.

عارف وزیر څوک وو؟

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ وویل، عارف وزیر د ریاستي تګلارو خلاف غږ پورته کړی وو او پر مشکلاتو، ګواښونو سربېره یې خپلې مبارزې ته دوام ورکاوه.

ده وویل، دولت عارف وزیر "جېلونو ته واچاوه، ډزې یې پر وکړې، هر قسم حربه یې د ده خلاف استعمال کړه" خو د هغه د اواز په غلي کولو بریالی نشو.

داوړ د عارف وزیر وژنه د "ریاست ناکامي" وبلله.

تر نوموړي وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنازې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې د وزیر تر ښخولو وروسته به سره کښېني، پر روانو حالاتو به بحث کوي او یوه حللاره به یې ولس ته مخامخ ږدي.

تر جنازي وروسته پښتین له مشال راډیو سره په خبرو کې د وسله والۍ او سختدریځۍ په اړه پر دولتي تګلارې انتقاد وکړ.

حکومتي دریځ

د خیبر پښتونخوا حکومت د سردار عارف وزیر د وژنې غندنه وکړه.

د اطلاعاتو لپاره د اعلا وزیر سلاکار اجمل وزیر د مې دویمې پر ماخوستن په یوه بیان کې ویلي چې د وزیر د کورنۍ په غم کې ورشریک دی.

بیان زیاتوي چې حکومت د جنوبي وزیرستان پولیسو او انتظامیې ته امر کړی چې د وژنې پلټنې وکړي.

هلته د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د مې دویمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د عارف وزیر په وژنه کې یې د ککړو کسانو ضد رپورټ لیکلی او د نیولو لپاره یې ټولې لارې تړلې دي.

شوکت علي د وزیر وژنه یوه "غټه او افسوسناکه" واقعه وبلله او زیاته یې کړه چې د اتوار پر ورځ یې د وزیر د جنازې لپاره په غویی خوله او شاوخوا سیمو کې اضافي پولیس سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل د مې پر دویمه د پاکستان له حکومته د وزیر د وژنې د خپلواکه پلټنو غوښتنه وکړه.