سوات: د یوې ودانۍ نسکورېدو څلور تنه وژلي

په سوات کې د پېښې ځای

د خیبر پښتونخوا سیلانۍ سیمې سوات په مينګوره کې د یوې نوې جوړېدونکې وادني پر یوه بل کور د راپرېوتو له کبله د يوه کور څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د مړي کهاله یوه غړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې پېښه د یوې غير معياري ودانۍ د نسکورېدو له وجي رامنځ ته شوې ده.

د مشال راډيو خبریال وايي، د مينګورې په خونه ګل محله کې د بېګا شپه یوه څلور چته ودانۍ چې جوړېدله د استوګنې پر کورنو راغلې چې پکې د عنايت الله نومي تن ټوله کوړمه مړه شوې او دوه تنان ژوبل دي.

د عنايت الله ورور مطيع الله مشال راډيو ته وويل چې د ورور کور خوا ته یې څلور چته ودانۍ جوړېدله او دوې ورځې وړاندې یوې خوا ته کږه شوې هم وه چې د شپې را پرېوته.

دی وايي چې یوه ورندار او دوه د ورور بچیان یې مړه دي، د کورنۍ دوه نور تنان یې هم ژوبل شوي دي.

له پېښې وروسته ضلعي انتظاميې، بيړنۍ ادارې ريسکیو ۱۱۲۲ ژوبل او مړي له کنډکپرو رااېستلي دی.

نن د پېښې په ځای کې د سوات ضلعي انتظاميې مرستيال مشر اې ډي سي زمين خان مومند خبريالانو ته وویل، د تحقيقاتو امر یې جاري کړی دی او د ذمه وارو پرضد به کارروايي کوي.

له سواته د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکیم ویلي چې له ځپل شوې کورنۍ سره به مالي مرسته کوي.

د دغه ودانۍ جوړولو چارې د رحمت علي پر غاړه وې، مشال راډيو ورسره د رابطې هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه.