په سیند کې مسلمانان او هندوان یو ځای اوسي
د سیند په ګوټکي ضلع کې یو وړوکی ښار دی چې ډېرکي نومېږي. په دې ځای کې د برچونډي شریف په نوم درګاه ده. عبادت کوونکي د دربار له "باب صدیقه" بهر وتلو پر مهال.
د پاکستان د سیند صوبې د ترپارکر ضلعې مرکز مېټي نومېږي. دا په مېټي کې د هندوانو په شري کرشنا مندر کې د هغوی د سپېڅلو خلکو یو انځور دی.
د برچونډي شریف درګاه ته هره ورځ ګڼ خلک ورځي چې پکې لمونځ وکړي.
شري کرشنا مندر ته یو عبادت کوونکی ورغلی.
دا وداني په ډېرکي کې د خانقاه عالیه برچونډي شریف نومېږي. د سیمې خلک دعوه کوي چې د هند د نیمه وچې نومیالی عالم مولانا عبیدالله سیندی په دې درګاه کې مسلمان شوی وو.
د سیند په وړوکي ښار مېټي کې د هندوانو د شري کرشنا مندر لوحه.
د برچونډي شریف خانقاه عمومي کتابتون. د سیمې خلک وايي، د قران دا لویه نسخه د لیبیا پخواني مشر معمر قذافي دې دربار ته ډالۍ کړې وه.
په شري کرشنا مندر کې هندوان خپلې مذهبي سندرې وايي.
خلک د برچونډي شریف درګاه ته د لمانځه او ذکر لپاره ورځي. دوه عبادت کوونکي د خبرو پر مهال.
عبادت کوونکي په خانقاه کې دا ځای خورا سپېڅلی بولي او درناوي ته یې ورځي.
یو هندو په شري کرشنا مندر کې د عبادت پر مهال. په ترپارکر ښار کې د هندوانو شپږ مندرونه دي.
په برچونډي شریف کې یو عبادت کوونکي د ودانۍ ستنې ته ډډه وهلې.
د برچونډي شریف دربار ته خلک د زیارت په موخه هم ورځي.