سیند کې هندوې نجونه ولې مذهب بدلوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

هندوې کورنۍ وايي، نجونه یې په زور مسلمانېږي خو د برچونډي درګاه مشران دا تور بې بنسټه بولي.

د سیند صوبی د ميرپور ماتېلو تحصیل سېمرن کماري چې د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۱۷مه له کوره ورکه شوه نو کورنۍ یې تاڼې ته خبر ورکړ، خو پولیسو د نوموړې په اړه بې خبري وښوده. لږه شېبه وروسته د سېمرن ورور سني کمار ته ټېلېفون وشو چې خور يې د ډېرکي ښار په برچونډي درګاه کې ده او غواړي چې مسلمانه شي.

دی وايي د ټېلېفون په اورېدو یې له پښو ځمکه وښویېده او د شپې په تياره کې یې د برچونډي مخه کړه.

"خو چې موږ هلته ورسېدو نو سېمرن یې له وړاندې مسلمانه کړې وه او موږ ته یې ورسره د خبرو لپاره يوازې يو څو مېنټه وخت راکړ – هغه هم د برچونډي درګاه د کسانو په موجودګۍ کې."

د برچونډي درګاه چلوونکو د هندوو نجونو تښتولو، په زور د هغوی مسلمانولو او ودولو تورونه بې بنسټه بولي.

پر دې موضوع ځانګړی مستند فلم دلته وګورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟

د مذهب اړولو "کارخانه"

د سیند په ګوټکي ضلع کې د برچونډي درګاه د ديني تعليم لپاره نوم لري خو د شهرت يوه بله او لويه وجه یې هلته د هندوو نجونو مسلمانېدل او د هغوی د کورنيو له مشورې پرته مسلمانو هلکانو ته ودول دي.

د سیند د ډېرکي ښار په برچونډي شریف درګاه ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي.

د درګاه سرپرست ۸۲ کلن میا عبدالحق دی چې زياتره خلک یې د میا مېټا په نوم پېژني، او د مذهبي اثر ترڅنګ په سياسي میدان کې هم د سیند صوبې په مخورو کسانو کې حسابېږي.

میا عبدالحق چې د میا مېټا په نوم پېژندل کېږي د برچونډي درګاه سرپرست دی.

اکثر چې هندوې نجونه له کورونو ورکې شي نو بله ورځ په برچونډي درګاه کې پیدا شي او د دوی کورنيو ته د ټېلېفون له لارې خبر وشي چې لور يا خور یې اسلام قبول کړی او مسلمان هلک ته واده شوې.

دا خبر د هندوو کورنیو لپاره له تندره کم نه وي خو د غربت او د میا مېټا د سياسي اثر له وجې اکثره کورنۍ غلې پاتې شي.

جبري ودونه

سني کمار وايي، له برچونډي درګاه تر ستنېدو سمدستي وروسته ورته يو وار بیا ټېلېفون وشو چې سېمرن کماري واده شوه او له دې سره سم یې ورته په وټس ایپ یوه ویډیو هم واستوله چې پکې سېمرن له یو سړي سره په څنګ کې ناسته وي.

د برچونډي درګاه د چلوونکو په وينا هغه کس شکیل کوري نومېږي چې د سېمرن مېړه دی.

سېمرن له خپل مېړه شکیل سره.

سني کمار وايي "د سېمرن له کوره ورکېدل، مسلمانېدل او ودېدل – دا هر څه يوازې په څو ګېنټو کې وشول. له دې څرګندېږي چې دا هرڅه له يو پلان سره سم شوي او سېمرن جبراً مسلمانه شوې او په زور واده شوې."

خو میا مېټا او د هغه وراره میا محمد جاوېد وايي، دوی څوک مسلمانولو ته نه مجبوروي او نه هم په چا زبردستي کوي، خو که څوک په خپله خوښه مسلمانېدل غواړي نو دوی یې مسلمانوي.

سېمرن جبراً مسلمانه شوې او په زور واده شوې.
سني کمار

میا مېټا مشال راډيو ته وويل، "په دين کې هېڅ زبردستي نشته خو که څوک يو وار مسلمان شي، خو هغه که نجلۍ وي او که هلک، خپل پخواني دين ته هېڅکله نشي ستنېدای."

د میا مېټا په وينا، دوی تر خپله وسه له نویو مسلمانو شویو سره مالي مرسته کوي او که کور نه لري نو کور هم ورکوي.

"که هلک وي نو ودوي یې او که جينۍ وي نو مېړه ورته ګورو."

خو د دې تر څنګ، میا مېټا او د برچونډي درګاه په پولیسو او عدالت کې هم د نویو مسلمانانو نجونو مرسته کوي.

سني کمار په عدالت کې د خور د تښتونې او په زور د مسلمانولو درخواست وکړ خو عدالت وویل چې سېمرن په خپله خوښه اسلام قبول کړی او په خپله خوښه یې واده کړی.

په دين کې هېڅ زبردستي نشته.
میا مېټا

دا ډول پرېکړې په ډېرکي ښار کې د میا مېټا د بريا په معنا اخیستل کېږي.

تر دې مخکې، په ۲۰۱۹ز کې اسلام اباد های کورټ هم د دوو هندوو خویندو، رينا او روينا د اسلام قبلولو او ودونو فیصله د میا مېټا په حق کې ورکړه چې تر هغې سمدستي وروسته د مېټا پلویانو په ډېرکي ښار کې جشن وکړ.

د پلار فرياد

رينا او روينا د ۲۰۱۹ز په مارچ مياشت کې له کوره ورکې شوې او بله ورځ تر هغې وروسته په برچونډي درګاه کې وموندل شوې چې د رينا او روينا پلار هري لال د ډېرکي ښار د تاڼې مخې ته د ځان وژنې دړکه ورکړه.

پر ټوېټر په یوه ویډیو کې ښکاري چې هري لال مخ سر وهي او د انصاف غوښتنه کوي.

هري لال مشال راډيو ته وويل چې دواړه لوڼه یې وسله والو کسانو د هندوانو د اختر هولي پر ورځ له کوره يوړې او بله ورځ ورته وویل شول چې هغوی مسلمانې شوې او مسلمانو هلکانو ته واده شوي.

"موږ بې وسه يو، موږ هېڅ نشو کولی. له هغوی سره زور دی او وسله ده. که بله ورځ بيا راشي، ټوپک را ته ونیسي او بله لور مې وتښتوي نو زه به څه وکړای شم؟"

د هري لال په وينا، د ده ښځه اجبي بي بي د تښتوونکو مخې ته ودرېده خو هغوی چې ورته ټوپکونه ونیول نو ښځه یې له مخې لیرې شوه.

اسلام که واده؟

د هري لال يوه لور روينا، چې تر اسلام وروسته نوم یې آسيه دی، وايي، په خپله خوښه مسلمانه شوې.

آسيه (روينا) د صفدر علي دویمه ښځه ده. نوموړی وار له مخه د شپږو بچیو پلار دی.

په دې رجسټر کې د نویو مسلمانو شویو کسانو معلومات موجود دي. دلته د روینې او د صفدر علي انځورونه لیدلای شئ.

د مشال راډيو خبريالان په ډېرکي ښار کې د آسیې کور ته ورغلل چې پکې نوموړې د صفدر علي له لومړۍ مېرمن سره یوځای اوسي.

آسیه وايي، په خپله خوښه یې واده وکړ او له ژونده راضي ده.

نوموړې وايي، له خپلې بن سره یو ځای "د خویندو په څېر" اوسي، هلته "ډېره خوشاله" ده.

د آسیې په وینا، په لومړیو ورځو کې یې "هندوې کورنۍ" ورته "یو څه ستونزې جوړې کړې وې چې اوس هوارې شوي دي."

هري لال ته یې دواړه لوڼه یادېږي.

ده د خپل کور د یوې خونې پر خام دېوال ځړېدلي انځور ته ګوته ونیوه او ویې ویل چې دا یې د کورنۍ د غړو یوازینی انځور دی.

هري لال په ژړا وویل چې "په دې انځور کې هم روینا نشته. یوازې رینا او د کورنۍ نور غړي دي."

د مسلمانېدونکو رجسټر

په برچونډي درګاه کې میا محمد جاوېد چې د ميا مېټا وراره دی، په خپل رجسټر کې د نویو مسلمانو نجونو او هلکانو نوم، د پلار نوم او پته لیکي. د دې ترڅنګ پکې د مسلمان شوي کس عمر، پخوانی مذهب او لاسليک هم وي. په رجسټر کې زياتره نومونه او عکسونه د هندوو نجونو دي، خو د هندوانو سړیو معلومات هم پکې شته.

میا محمد جاوېد مېټا (ښي خوا ته) له خپل زوی میا نور محمود سره ناست دی او د نویو مسلمانو شویو کسانو رجسټر ګوري.

میا جاوېد وايي له ۲۰۱۵ز کال راهیسې یې ۱۰۵ کسان مسلمانان کړي دي.

"تر دې وړاندې دا کار زما پلار پر مخ بیولو خو د هغه تر وفات وروسته دا ذمه واري اوس زما په غاړه ده."

مشال راډیو چې میا جاوېد ته وویل چې د قانون له پلوه د چا مذهب بدلول د رياست کار دی، نه د يو فرد، نو نوموړي وویل، "دا ملک د اسلام په نوم جوړ شوی او دلته به يوازې هغه قوانین چلېږي چې د اسلام له پلوه سم وي. په دې ملک کې د اسلام ضد هېڅ قانون نشي پلي کېدای."

سیند، مذهبي رواداري او هندوان

د پاکستان سیند صوبه له تاريخي پلوه د مذهبي برداشت لپاره نوم لري.

له ارقامو سره سم، په پاکستان کې شاوخوا ۴،۵ میلیونه هندوان اوسي چې زياتره یې په سیند کې پراته دي. خو د هندوانو مشران دا شمېر اته میلیونه ښيي.

حکومت باید د مذهب بدلولو لپاره دې د عمر تر ټولو ټیټ حد وټاکي.
لال چند ملهي

د سیند اکثره هندوان بې وزله دي او د جاګیردارانو په کروندو کې کار کوي. په دوی کې یې ډېری د ځمکوالو د قرضو په جال کې ګېر وي او تر نسلونو، نسلونو یې نشي پرې کولای.

د دې ترڅنګ د هندوانو په دین کې د صنفونو یا طبقو وېش هم د هغوی د وروسته پاتې کېدو، بې وزلۍ او ورسره د توپيرپالنې لامل دی.

دلیرو بګت له میده سرو مرچو سره ډوډۍ خوري. د سیند کلیوالو سیمو زیاتره هندوان د بېوزلۍ ژوند تېروي.

د هندوانو مشران او د بشري حقونو تنظيمونه تور پورې کوي چې د هندوو نجونو په مذهب بدلولو کې د دیني مدرسو لاس دی خو ځینې یې مني چې د سیند په هندو مېشته برخو کې غربت، بې روزګاري، د تعلیم نشتوالی او پر وړاندې یې توپیري چلند هم مهم لاملونه دي.

اکثر وخت هندوې کورنۍ د خپلو بچیو په ودونو کې له ستونزو سره مخامخېږي او همدا وجه ده چې ډېری نجونه د هغوی له خوښې بغیر پخو سړیو ته ودېږي.

کرشن شرما چې د پاکستان په پارلېمان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی دی وايي، که يو خوا غربت دی نو بلخوا د خوښې د واده کمې موقعې هم هندوې نجونه مذهب بدلولو ته مجبوروي.

د ده په خبره، چې جاګیرداران "سړیو ته وايي، 'مسلمان شه، نو پور به دې وبښو.' او موږ ګورو چې کله، کله ټوله کورنۍ او ان پوره کلي، په یوځای هندو مذهب پرېږدي او مسلمانېږي. همداراز، نجونه هم د مینې واده یا د ښه ژوند په تمه له مسلمانو هلکانو سره واده ته غاړه ږدي، خو دا هغه وخت ممکن وي چې لومړی نجلۍ مسلمانه شي."

که يو ۱۵کلن کس ما ته راشي او وايي چې مسلمانېدل غواړي نو زه څنګ کولای شم چې ورته ووایم چې ته درې کاله نور انتظار وکړه او بیا به مسلمان شې.
میا جاوېد

د بشري حقونو د تنظیمونو په وينا، په پاکستان کې هر کال تر ۱،۰۰۰ پورې غیر مسلمانه ښځې او نجونه مسلمانېږي – په هغوی کې زیاتره هندوې وي.

د پاکستان حکومت څو کاله وړاندې يو پارلېماني کمېشن جوړ کړ چې په سیند کې د مذهب د جبري بدلون پېښې وپلټي.

لال چند ملهي په پارلېمان کې د حکومتي ګوند تحریک انصاف استازی او د هغه کمېشن سېکرټر دی.

دی وايي، په وروسته پاتې سیمو کې په زور د مذهب بدلولو پېښې کېږي.

ملهي وايي، اوس د حکومت تر ټولو مهم کار د مذهب بدلولو په اړه قانون جوړول دي.

د ده په خبره، "لومړی خو حکومت باید د مذهب بدلولو لپاره د عمر تر ټولو ټیټ حد وټاکي ځکه چې که د ووټ ورکولو لپاره د عمر حد کېدای شي، د واده، شناختي کارډ او ډرېورۍ لایسنس لپاره کېدای شي نو د مذهب لپاره ولې نشي کېدای؟"

دی همداراز زیاتوي چې هر کس باید د مذهب بدلولو ازادي ولري.

یو هندو د سیند د تر پارکر په شري کرشنا مندر کې د عبادت پر مهال

خو میا جاوېد وايي، د مذهب بدلولو لپاره د عمر حد نشي ټاکل کېدای.

د ده په وینا، "که يو ۱۵کلن کس ما ته راشي او وايي چې مسلمانېدل غواړي نو زه څنګ کولای شم چې ورته ووایم چې ته درې کاله نور انتظار وکړه او بیا به مسلمان شې. که په دې موده کې دی مړ شي نو زه به خپل خدای او خپل پیغمبر ته څه ځواب ورکوم؟"

خو د بشري حقونو تنظيمونه وايي، يوازې موثر قانون په زور د مذهب بدلولو پېښو مخه نیولی شي.

د مذهب بدلولو پر موضوع ځانګړی رپورټ واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مذهب بدلولو پر موضوع ځانګړی رپورټ واورئ

په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کمېشن پروګرام کوارډینېټر خوشال خان خټک وايي، له "بده مرغه" تر اوسه په دې برخه کې د قانون جوړونې "سنجیده" هڅه نه ده شوې.

د ده په خبره پر "موجودو قوانينو هم پوره عمل نه کېږي."

نوموړی وايي، تر هر څه وړاندې باید په زور د مذهب بدلول تعریف شي او دا واضحه شي چې څنګه او څوک دین بدلولای شي.

دی وايي، بله دا چې دا کار دې د یو فرد، ملا، مدرسې يا يوې درګاه پر ځای يوازې او يوازې د رياست ذمه واري شي.

خټک زیاتوي، "که داسې نه وي نو په زور د مذهب بدلولو پیښې به همدغسې روانې وي."

دا لیکنه په انګلیسي ژبه پر ګندهارا ووبپاڼې ولولئ.