په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو وزيرو جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې هلته دې امن باوري کړي.
له شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ مشال راډیو ته وويل چې دا جرګه نن (د اګست پر څلورمه) په ميرام شاه کې وشوه.
د نوموړي په خبره د جرګې په اعلاميه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په سیمه کې دې امن باوري کړل شي، د هدفي وژنو مخه دې ونيول شي او که حکومت دا کار نه شي کولای نو ټولې ریاستي وسیلې دې قام ته وسپاري بیا به په سیمه کې قام د امن ذمه وار وي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.
پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.
په ۲۰۲۰ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۲۳ او په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي وو چې پکې لسګونه کسان وژل شوي ول.
په دې حملو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.
د سیمې اوسېدونکو وخت په وخت د هدفې وژنو ضد څو ځلې مظاهرې هم کړې دي خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، نه یوازې له خلکو وسلې ټولوي بلکې د حملو د مخنیوي هڅې هم کوي.