د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په میرلي کې وسله والو یو ۱۷ کلن هلک وژلی دی.
د میرلي د تاڼې يوه چارواکي د جولای پر ۲۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اتوار پر ورځ "نامعلومه وسله والو" په هرمز سیمه کې واجد وویشت او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
دی زیاتوي چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي دي.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۵مه هم وسله والو په میرلي کې د ځوانانو د سازمان یو غړی اظهر الدین وژلی وو.
تر دې مخکې د جولای پر ۱۳مه وسله والو په میرلي کې یو ایس کریم خرڅوونکی ویشتلی وو. چارواکي وايي، محمد شبیر د پنجاب صوبې د بهاولپور اوسېدونکی وو.
دا هم وګورئ: شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو لاملونه او حکومتي اقداماتد اتوار له پېښې سره، سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۳۵ ته ورسېد چې پکې د قبایلي مشرانو، حکومتي کارکوونکو او سرتېرو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېر کال په هغه قبایلي ضلع کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې روان ول. د عملیاتو له وجې تر یو میلیون زیات خلک کډوال شول چې زیاتره یې په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي.
د ۲۰۱۸ز کال په پای کې په سیمه کې وسله وال فعالیتونه بیا پیل شول. پولیس او امنیتي چارواکي وايي، وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي او هڅه کوي چې د سیمې امنیت ټینګ کړي.