د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک چاودنه شوې چې پکې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر ۲۹مه په یوه خانقاه کې دننه چاودنه شوې چې پکې ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
د پېښې عیني شاهدانو د چاودنې غږ تر لیرې ځایونو پورې اورېدل شوی دی.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
دا پېښه پر داسې مهال شوې چې تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي. د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي.
رویټرز خبري اژانس اسلامي دولت یا داعش ډلې د ټېلېګرام چینل له لارې په مزارشریف کې د بريدونو ذمه واري منلې ده.
دا هم وګورئ:
په مزارشریف کې په دوو چاودنو کې ۹ کسان وژل شويد افغانستان په کندز کې چاودنې لږترلږه ٣٣ کسان وژليپه وروستیو کې د افغانستان په پلازمېنه کابل او په شمالي ولایتونو کې پر ولسي وګړو یوشمېر بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.
د اپرېل ۲۱مې پر مازیګر هم د کابل په دارالامان سیمه کې کفایت سېنټر ته نېږدې په چاودنه کې د طالبانو یو رېنجر موټر په نښه شوی وو چې پکې دوه کسان ژوبل شوي ول.
پر هم هغه ورځ په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.
د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.
د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.