عظیم ملک وايي، افغان کرکټ ټیم هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو صلاحیت لري
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
عظیم ملک ۱۳ کاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې فېزیوتېراپېسټ په توګه دنده ترسره کړی. دی وايي، د افغان لوبډلې له لومړیو کلونو راهیسې یې ورسره کار کړی وو. د پېښور اوسېدونکی ملک وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې یې له افغان لوبډلې سره کار پای ته ورسېد. د ده په خبره، د افغانستان د کرکټ لوبډلې پر ګڼو ستونزو سربېره په نړیوال کرکټ کې ځان ته نوم ګټلی او اوسمهال هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو وړتیا لري. ویډیويي مرکه.