د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر دا تور رد کړی دی چې ګواکې د وفاقي حکومت د پیسو نه ورکولو له وجې هغه صوبه د مالي بحران ښکار ده.
امیر مقام دا څرګندونې د نومبر پر ۱۵مه په بر دیر کې د اعلاوزیر محمود خان تر جلسې څو ساعته وروسته مشال راډیو ته وکړه.
محمود خان جلسې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې وفاقي حکومت ورته د صوبې د برېښنا ګټه او نورې پیسې نه ورکوي چې موخه یې د "صوبايي حکومت ناکامول" او هلته د ګورنر راج یا واکمنۍ نفاذ دی.
ده وویل، وفاق ورته د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) په پیسو کې د صوبې برخه نه ورکوي، "زما د بجلۍ [ګټه] ۶۲ اربه روپۍ ده چې هغه راته نه مېلاوېږي، دپخوانۍ قرضې قسطونه نه راکوي یا یې کم راکوي. د فاټا کومې ضلعې چې له موږ سره شاملې شوې دي، د هغو پیسې نه راکوي. د صحت [بیمې] کارډ پیسې نه راکوي، هېڅ نه راکوي او کوښښ یې دا دی چې دا حکومت خراب شي، ناکامه شي او دلته ګورنر راج ولګېږي."
دا هم وګورئ:
خيبر پښتونخوا کې د تنخاګانو ستونزه: د صوبايي او وفاقي حکومت ترمینځ څه لانجه ده؟سوات کې د ملاکنډ ډوېژن ښوونکو د خپلو غوښتنو لپاره مظاهره کړېایا د شهباز شريف ايتلافي حکومت په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې ګورنر راج لګولی شي؟د خیبر پښتونخوا حکومت روان کال په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د مالي بحران لامل وفاقي حکومت دی خو اسلام اباد دریځ لري چې د ستونزو وجه د صوبايي حکومت بې ځایه لګښتونه دي.
د وزیراعظم سلاکار او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال امیر مقام د نومبر پر ۱۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ورته تور پورې کړ او و یې ویل چې صوبايي حکومت د خپلو "پروپیګنډو" لپاره بې ځایه پیسې لګوي او سرکاري "هېلېکاپټر چلوي. که هغه ټیک (جوړ) نه وي نو په کرایه یې اخلي. د لوټ مار لپاره هر څه شته، خو غریبو خلکو ته تنخاګانې نه مېلاوېږي" او چې کله هغوی مظاهرې وکړي، نو بیا ورباندې تشدد کوي.
مقام وویل، صوبايي حکومت یوازې "الزام لګوي" چې وفاقي حکومت ورته پیسې نه ورکوي او پوښتنه یې وکړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت دې دا ووايي چې د هغوی تحریک انصاف ګوند چې له ۲۰۱۸ز کال څخه د ۲۰۲۲ز کال تر اپرېله پورې په وفاق کې د اېتلافي حکومت مشري کوله نو هغه مهال ورته اسلام اباد څومره پیسې ورکولې؟
ده زیاته کړه چې وزیراعظم شهباز شریف د قبایلي سیمو لپاره د پیسو پروګرام د راتلونکي کال د جون تر میاشتې غځولی دی او دا چې د اعلاوزیر څرګندونې سمې نه دي.
په پېښور کې خبریال لحاظ علي وايي، په اپرېل کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د وزیراعظمۍ تر ختمېدو وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت سرکاري هېلېکاپټر په هغه صوبه کې د نوموړي جلسو لپاره کارولی دی.
ده د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان د ګډو ګټو شورا غونډو او داراز د مالي چارو شورا غونډو ته نه ځي چې هلته خپلې غوښتنې وړاندې کړي.
اخوا د خیبر پښتونخوا د مالي چارو وزارت وايي چې په اګست کې تر سېلابونو وروسته د بحالۍ او بیاودانۍ پر چارو د پیسو لګولو له وجې هم مالي بحران ژور شوی دی او دا چې د غیرضروري او بې ځایه لګښتونو تور ناسم دی.