د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شوي چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي.
د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي.
رویټرز خبري اژانس د مزارشریف د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري له خولې وايي چې د سړک غاړې بمي بریدونه د اهل تشیع پر ګاډو شوي دي.
اژانس وايي، اسلامي دولت یا داعش ډلې د ټېلېګرام چینل له لارې په مزارشریف کې د بريدونو ذمه واري منلې ده.
په وروستیو کې د افغانستان په پلازمېنه کابل او په شمالي ولایتونو کې پر ولسي وګړو یوشمېر بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.
د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
دا هم وګورئ:
د مزارشریف په چاودنه کې د وژلیو شمېر ۲۵ ته ورسېدد افغانستان په کندز کې چاودنې لږترلږه ٣٣ کسان وژليد اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.
د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.
د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.