پاکستان کې د مهمو څهرو د رسواکولو ویډیوګانې ولې خپرېږي؟

سیاستوال هاشم بابر وايي، د سیاستوالانو د بدنامولو هڅو باوجود هغوی د ولس باور له لاسه نه دی ورکړی.

په وروستیو کې په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د ځینو سیاستوالانو جعلي ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې هغوی په غیر اخلاقي کارونو تورن شوي. په دې کې یې یوه ویډیو د واکمن تحریک انصاف ګوند د سیاستوالې او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړې اسیې صالح خټک او دویمه یې د محمد زبیر ده چې د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) د مشر میا نواز شریف او د هغه د لور مریم نواز ویاند او د سیند پخوانی ګورنر دی.

اسیې خټک تر ویډیو خپرېدو وروسته له رسنیو سره خبرې و نه کړې خو د سېپټېمبر پر ۳۰مه یې پر ټوېټر له خپل انځور سره یو اردو شعر خپور کړی چې پکې راغلي چې "چا یې چې د پرځولو هڅه کړې وه هغه تر هغې وروسته مایوسه شوی چې نوموړې خپل کار جاري وساته."

تر اسیې خټک مخکې، محمد زبیر د سېپټېمبر پر ۲۶مه پر ټوېټر په بیان کې هغه ویډیو "جعلي" وبلله او وايي، دا "سخت شرمناکه" کار دی. نوموړي ویلي چې "په اخلاص، پوره ژمنتیا او وقار" یې د هېواد "خدمت کړی" او د پاکستان پرمختیا لپاره به "غږ پورته کولو ته دوام ورکوي."

د پاکستان یوې خبریالې غریدې فاروقي پر هم هغه ورځ پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې زبیر د پېښې د پلټنو نیت کړی دی او عدالت ته به ځي.

زبیر د پاکستان د پلانونو د اوسني وزیر اسد عمر ورور دی.

نوموړي د اکتوبر پر دویمه د پاکستان یوه خبریال منصور علي خان ته په مرکه کې وویل، هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی، ځکه نه ډارېږي او خپل کار ته دوام ورکوي. ده البته وویل چې هغې ویډیو یې کورنۍ او ښځه زښته پرېشانه کړه نو ځکه یې تر ځنډ وروسته غبرګون وښود. "مهرباني وکړئ پر دې پوه شئ چې زه کورنۍ لرم او هېڅ کورنۍ، ښځه یا بچي دا ډول خبرې نه شي زغملای. زه وایم که تاسې له ما سره سیالي کوئ، په سیاست کې یې وکړئ. پر ما انتقاد وکړئ، زه به یې برداشت کړم. تاسې په سیاسي هڅو زما سیاست ختم کړئ، ناکامه یې کړئ، زه به یې وزغمم. خو دا څه چې وشول، ایا دا د یو کس د مېرمن لپاره د برداشت وړ ول؟ زما ښځه د رواني صدمې ښکار شوه او اوس هم زښته خپه ده."

خو دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د مهمو شخصیتونو په اړه د رسوایۍ مواد خپرېږي. په تېرو کلونو کې د قاضي ارشد ملک په اړه هم د یوه محفل ویډیو خپره شوې وه. هغه مهال نوموړی د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف پر وړاندې د درغلیو د قضیو قاضي وو. البته له تېرې څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د موبایل ټېلېفون، انټرنېټ او ټولنیزو شبکو له دودېدو سره د شخصیتونو د بدنامولو او د هغوی د تورنولو کار د پخوا پرتله اسان شوی دی.

د خوشالۍ خبره دا ده چې دا خبره پر سوشل میډیا راغلله او پر [ټولنیزو شبکو] ورته عامو خلکو شاباسی و نه وایه.
هاشم بابر

په خیبر پښتونخوا کې د قامي وطن ګوند عمومي سېکرټر او شنونکی هاشم بابر وايي، دی خوشاله دی چې پر ټولنیزو شبکو ولس د سیاستوالانو د تازه جعلي ویډیوګانو خپرېدو هرکلی و نه کړ.

دی وايي، دا ډول کارونه خورا شرموونکي وي چې د پاکستان له ټولنیزو او دیني ارزښتونو سره سمون نه خوري. "د یوه مسلمان په حیثیت ما ته د قران حکم دی او د پیغمبر (ص) حدیث دی چې که تا [د خدای] په بنده پرده واچوله نو [خدای] به ستا پرده وکړي. نو دا [ډول کارونه] ډېر کرکجن دي. او د خوشالۍ خبره دا ده چې دا خبره پر سوشل میډیا راغلله او پر [ټولنیزو شبکو] ورته عامو خلکو شاباسی" و نه وایه.

د مهمو شخصیتونو خلاف د جعلي ویډیوګانو موخې څه دي؟

هاشم بابر وايي، په پاکستان کې مقتدره طبقې غواړي له داسې کارونو سره سیاستوالان، قاضیان او مهم شخصیتونه بدنام کړي. "زورورې طبقې او مالداره طبقې د پیسو په زور له خلکو ووټ اخیستای شي. یوه دا خبره ده،" او دا اړخ د سیاستوالانو په بدنامولو کې ډېر رول لري. "بل سیاستدانان مختلف دي – ښي لاسي هم شته، کیڼ لاسي هم او ملتپالان هم شته. خو خصوصاً زموږ په پاکستان کې نیشنلسټ (ملتپاله) کسان هغه دي چې د خپلې صوبې حقوق غواړي. په ځانګړي ډول په [خیبر] پښتونخوا او بلوچستان کې [ملتپاله ګوندونه دي] او دا نیشنلسټان د ډېرې غریبې طبقې خلک دي."

دا رپورټ په غږیزه بڼه واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې د رسوایۍ ویډیوګانو خپرېدو تر شا څه دي؟

د بابر په وینا، په پاکستان کې چې کوم سیاستوالان د ولس د ګټو خبره کوي، زورورې طبقې یې د بدنامولو هڅې کوي.

د ده په اند، همدا لامل دی چې دا خورا ضروري ده چې ځواکمنې ادارې باید د ایین په دایره کې کار وکړي او پر ځواکمنو او مقتدرو خلکو هم قانون هسې عملي شي لکه پر ولس چې عملي کېږي.

په پاکستان کې د "مقتدره طبقې" اصطلاح اکثر د هغه هېواد د امنیتي او استخباراتي ادارو لپاره کارېږي چې په بیا بیا یې په سیاسي چارو کې د مداخلې تور رد کړی او وايي چې په هېواد کې د ولسواکه یا جمهوري نظام پرمختیا ته ژمن دي او د ایین په ټاکلي چوکاټ کې کار کوي.

د سیاستوالانو او نورو شخصیتونو د بدنامیو تاریخ

سیاستوال او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک د اکتوبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، په ۱۹۷۷ز کال کې چې پخواني پوځي مشر جنرال ضیاالحق د ذوالفقار علي بوټو حکومت ړنګ کړ نو په خپله شاوخوا ۱۱ کلنه واکمنۍ کې یې "کوشش وکړ چې په پاکستان کې سیاست او جمهوریت بدنامه کړي."

جنرال ضیاالحق د ۱۹۷۷ز کال د جولای پر پینځمه د ذوالفقار علي بوټو د حکومت تر ړنګولو وروسته ولس ته د وینا پرمهال

د ده په خبره، تر ضیاالحق وروسته په پاکستان کې ولسواکي زیانمنه شوه او که جمهوري حکومتونه جوړ هم شول، د امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ تر نفوذ او ان "کنټرول لاندې ول."

دا هم وګورئ:

"د بلوچستان ویډیو سکېنډل تر شا لاس لرونکي کسان دې ګرفتار کړل شي"د کوهستان ویډيو رسوايي کې ښکېل درې وروڼه ووژل شولکوهستان: د پنځو نجونو په وژنه ککړو درې کسانو ته د عمر بند سزاشمالي وزیرستان: د نجونو ویډیو رسوايي کې ککړ هلک ګرفتار

خټک وايي، په پاکستان کې په ۱۹۹۹ز کال کې چې بل پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د میا نواز شریف حکومت ړنګ کړ نو پر سیاستوالانو یې د درغلیو تورونه پورې کړل او پروړاندې یې مقدمې پیل کړې. د ده په خبره، د سیاستوالانو او جمهوریت د بدنامولو سلسله تر هغې وروسته هم جاري وه. "کوم خلک به چې له مشرف سره ملګري شول، که پر هغوی به ډېر الزامونه هم ول [لکه] د رشوت، فساد یا نورو ګډو وډو کارونو نو هغه به صفا [وګرځېدل] او چې کوم خلک به د جمهوریت لپاره درېدل نو د هغوی خلاف به بیا کیسي راووتې. د پارلېمان خلاف ډېرې خبرې وشوې چې پارلېمان د ډاکوانو او غلو یو ډول کور یا مرکز دی."

چې کوم خلک به د جمهوریت لپاره درېدل نو د هغوی خلاف به بیا کیسي راووتې. د پارلېمان خلاف ډېرې خبرې وشوې چې پارلېمان د ډاکوانو او غلو یو ډول کور یا مرکز دی.
افراسیاب خټک

خټک له ۲۰۰۹ز کال څخه تر ۲۰۱۵ز پورې د پاکستان د سېنېټ غړی وو. دی وايي، د سېنېټرۍ په شپږ کلنه موده کې یې "دوه ځلې د تعلیمي اسنادو" بیا کتنه وشوه چې "سم او کره دي او که نه."

د ده په خبره، د دې کار موخه د سیاست بدنامول ول چې "خلک امریت ته غاړه کښېږدي."

د افراسیاب خټک په وینا، په پاکستان کې یوازې سیاستوالان نه بلکې نور شخصیات هم د بدنامیو له کیمپېنونو سره مخامخ پاتې شوي دي.

پخوانی سېنېټر خټک وايي، په تاریخي تناظر کې که ولیدای شي نو د شاوخوا ټولو منتخبو مشرانو، سیاستوالانو او د جمهوري نظام لپاره د هڅې کوونکو خلاف کیمپېنونه شوي دي. "د ذوالفقار علي بوټو خلاف" د پخواني پوځي واکمن "ضیاالحق حامیانو او د جماعت اسلامي پلویانو یو کیمپېن چلولی وو" او ویل به یې چې د بوټو "مور بي بي د یوې هندوې کورنۍ وه."

ذوالفقار علي بوټو په شمله کې له هندۍ وزیراعظم اندرا ګاندي سره ستړي مه شي کوي. خټک وايي، د بوټو خلاف هم کیمپېن چلېدلی وو چې هغه بدنامه شي - انځور له ارشیفه

خټک وايي، د دې کار موخه "سیاسي غچ اخیستل" او همداراز پر منختبو مشرانو "فشار" راوړل دي.

دی بله بېلګه ورکوي او وايي، په ۲۰۱۹ز کال کې د احتساب قامي ادارې (نیب) پر مشر جاوېد اقبال د فشار لپاره یوه ویډیو خپره شوه.

هغه مهال د اقبال یوه ویډیو خپره شوه چې پکې نوموړی له یوې ښځې سره په خبرو لیدل کېږي.

تر ویډیو خپرېدو سمدستي وروسته نیب د هغې ښځې په ګډون د ځینو نورو کسانو ضد مقدمه دایره کړه. اقبال هغه مهال په خبرو کې هوډ ښوولی وو چې په درغلیو د تورنو اپوزیشن او حکومتي سیاستوالانو ضد پلټنو ته دوام ورکوي.

د خلکو د بدنامولو خلاف قانون

په پاکستان کې د خلکو د بدنامولو مخنیوي او مجازاتو یو قانون دی چې ورسره سم، که څوک په لفظي یا لیکلې بڼه او یا هم د رسنیو له لارې د بل چا د رسوا کولو یا بدنامولو هڅه وکړي نو عدالت ورته تر دوو کلونو پورې د بند یا جرمانې او یا دواړه سزاګانې اورولای شي.

که یو کس دا دعوه لري چې زما خلاف ویډیو جعلي ده نو ورته ته په کار دي چې عدالت ته ولاړ شي
شهاب الدین خټک

د پېښور های کورټ وکیل شهاب الدین خټک د اکتوبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان له قانون سره سم، د غیراخلاقي ویډیوګانو جوړول هم جرم دی. د ده په خبره، د هر کس ضد چې داسې ویډیوګانې خپرې شي او یا یې له بلې لارې د بدنامۍ هڅه وشي، باید عدالت ته ولاړ شي. "که یو کس دا دعوه لري چې زما خلاف ویډیو [جعلي] ده نو ورته په کار دي چې عدالت ته ولاړ شي" او ورته ووايي چې "زما خلاف فلاني سوشل میډیا چینل یا [بلې رسنۍ] یا له دې علاوه اخبار یو ویډیو یا تصویر شایع کړی دی او چونکې دا دروغ دی، زه یې چیلېنج کوم، نو داسې مقدمې درج کېدای شي" چې پکې د جرم ثابتېدو په صورت کې ککړ کسانو ته د بند سزا هم اورول کېدای شي او اغېزمن کس "تاوان" هم غوښتای شي.

د خټک په خبره، د تاوان کچ د اغېزمن کس له شهرت سره تړلی وي او له لکونو څخه تر کروړونه روپیو پورې کېدای شي.

د قامي وطن ګوند مخکښ سیاستوال هاشم بابر زیاتوي، د پاکستان تاریخ مشاهده ښيي چې پر دې سربېره چې سیاستوالان د درغلیو په تورونو تورن شوي، د بدنامولو هڅه یې شوې، خو ولسي باور یې له لاسه نه دی ورکړی ځکه چې ولس پوهېږي چې سیاستوالان او سیاسي ګوندونه یې د اړتیاو پوره کولو او ورته د ژوند اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي.