ناحکومتي سازمان: په خیبر پښتونخوا پر ورګډېدو سربېره د قبایلي ضلعو ښځې د میراث له حقه بې برخې دي

د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې په تېرو کلونو کې د ښځو د ځواکمنولو او حقونو لپاره غونډې او مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د ټولنې د ارزونې او هڅونې پروګرام (کمیونټي اپرېزل اېنډ موټيوېشن پروګرام یا کیمپ) په نوم یوې ناحکومتي ادارې ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو پر ورګډېدو سربېره هلته ښځې د میراث له حقه بې برخې دي.

هغه سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې چې ورسره سم د پاکستان قانون وروغځېد. د پاکستان له ایین او قانون سره سم، ښځې په میراث کې حق لري او د خیبر پښتونخوا په ښاري سیمو کې ډېری ښځې په جایداد او نور میراث کې خپله ونډه لري. خو د هغې صوبې په ښارونو کې هم اکثر ښځې د میراث له حقه بې برخې وي.

کیمپ وايي، په ۲۰۱۹ز کال کې یې د "خور برخه" په نوم پروژه پیل کړه چې موخه یې په میراث کې د ښځو د حق په اړه ولسي بیداري او پوهاوی دی.

هغې ادارې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په پېښور کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې پکې قانونپوهانو، دیني عالمانو، د ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو او قبایلي مشرانو ګډون وکړ. په غونډه کې وویل شول چې د قبایلي سیمو ښځې لا هم په میراث کې له خپلې ونډې محرومې دي.

د "خور برخه" پروژې مشر اسد علي قریشي وايي، پخوا په هغو سیمو کې په میراث کې د ښځو د حق په اړه خبرې نه کېدې خو اوس په ټولنه کې پوهاوی راغلی دی.

ده د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د قبایلي ضلعو "په حجرو، جوماتونو او ټولنه کې به پر دې موضوع هېڅ خبره نه کېده خو له دې پروژې سره دا بدلون راغلی چې خلک اوس په دې اړه بحث مباحثه کوي او ځینې ښځې زموږ د ځايي مدني فعالانو په مرسته حکومتي او قانوني ادارو ته ورسېدې او په میراث کې یې د خپل حق غوښتنه کړې ده."

قریشي وویل، د اګهۍ په مهم یا کیمپېن کې ورسره خبریالانو خورا زیاته مرسته کړې ده.

اوس هم که یو نارینه ته د میراث خبره وشي نو هغه وايي، 'ښځو ته په ځمکه کې برخه چا ورکړې چې موږ یې ورکړو؟'
صبیحه اقبال

د خیبر ضلعې خبریال ابراهیم شینواری البته ګڼي چې د پوهاوي کمښت ترڅنګ یوشمېر انتظامي او قانوني خنډونه هم د دې سبب شوي چې په صوبه تر ورګډېدو څلور کاله وروسته هم ښځې د میراث له حقه محرومې دي.

ده د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، په دې برخه کې یوه لویه ستونزه په قبایلي سیمو کې د ځمکو د بریدونو نه مشخصېدل دي. "د قبایلي روایاتو تر څنګ د ځمکو د پټوار (بریدونو) د نظام د نه شتوالي له وجې نه یوازې ښځې بلکې ډېر قبایلي [سړي] هم په جایداد کې له برخې محرومه ول. خو اوس موږ ګورو چې د پوهاوي د دې مهم له امله په باجوړ، کورمه، خیبر، وزیرستان او په اورکزیو کې ښځو عدالتونو ته رجوع کړې ده چې په میراث کې دې ورته برخه ورکړل شي."

دا هم وګورئ:

خیبر پښتونخوا: په جایداد کې د ښځو د برخې غوښتلو مقدمې ولې وخت اخلي؟سېنېټ کمېټۍ میراث کې د ښځو مورثي حق د ایین برخه ګرځولو مسوده رد کړهنصرت ارا د مردان يوازنۍ ښځینه جرګه مارهد پاکستان ولسمشر د ښځو د وراثت د ضمانت قانون لاسلیک کړ

شینواری زیاتوي، د پاکستان د نورو برخو په څېر په قبایلو کې هم ښځې د ابادۍ نیمايي برخه جوړوي چې له کلونو راهیسې له میراثه محرومې دي.

د سېپټېمبر ۲۸مې د غونډې برخوالې او د قبایلي سیمو د ښځینه وو وکیلانو د شبکې مشرې صبیحې اقبال مشال راډیو ته وویل چې په هغو ضلعو کې ټولنیز دودونه د ښځو د حقونو ورکړې مخې ته خنډ دي. "پوهاوی ډېر ضروري دی. خو اوس هم که یو نارینه ته د میراث خبره وشي نو هغه وايي، 'ښځو ته په ځمکه کې برخه چا ورکړې چې موږ یې ورکړو؟' یا د مثال په توګه، پر ښځو تشدد کېږي او بیا جرګه پرېکړه وکړي او هغه ښځه بیا هم هغه کور ته ولېږدوي چې په کوم کې ورباندې تشدد کېږي. نو دا یو عام تاثر دی چې تشدد او په میراث کې ښځو ته برخه نه ورکول، یوه عامه خبره ده او د ښځو ژوند به همداسې وي."

پاکستان کې په تېرو کلونو کې د ښځو ځواکمنولو لپاره مظاهرې، لاریونونه او جلسې شوې دي - پخوانی انځور.

خو ناحکومتي اداره کیمپ د اګهۍ پر کیمپېن ټینګار کوي او وايي، په دې برخه کې په قبایلو کې له ۳۰ څخه له زیاتو ټولنیزو سازمانونو سره کار کوي چې کارکوونکي یې کوڅه په کوڅه ګرځي او د ښځو د حقونو په اړه د ولس تر څنګ د جوماتونو امامانو، مخورو، ملکانو او بانفوذه خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی ورکوي.

همدې کیمپېن د اورکزیو شبانه، چې د کیمپ ادارې په یوه فلم کې ښوول شوې، په میراث کې خپل حق غوښتو ته اړ کړه.

نوموړې وویل، "د کیمپ ادارې څه خلک په اورکزیو کې زموږ کلي ته راغلي ول او په جایداد کې یې د ښځو د حق په اړه خبرې کولې. تر دې خبرو پس ما ته معلومه شوه چې زه خپل حق غوښتی شم. نو ما له پلاره خپل او د خویندو حق وغوښت. زه پلار مطمینه کړم چې تا ته به حق درکړم. اوس زه هم په خپله سیمه کې د ښځو د پوهاوي د مهم برخه یم."

د پاکستان د اساسي قانون ۲۳مه ماده د هېواد د هر وګړي د جايداد د حق ضمانت ورکوي او داراز د قانون له مخې، هره ښځه په خانداني میراث کې له اسلامي شریعت او قانون سره سم د ټاکلې برخې حقداره ده خو که له دې حقه بې برخې ساتل کېږي نو وفاقي محتسب دفتر او همداراز عدالت ته تللای شي. ښځو ته په میراث کې د هغوی برخه نه ورکول د قانون سرغړونه ده.