ننګرهار کې د وطني تولیداتو نندارتون پرانیستل شوی

د فبرورۍ پر ۲۷مه د کورنیو تولیداتو نندارتون ته د ننګرهار یوشمېر کمپنیو خپل شیان وروړي ول.

په ننګرهار کې د خراسان په نوم يوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د دې ولایت د صعنتي خونې په همکارۍ د کورنیو تولیداتو دوه ورځنې نندارتون د خلکو پر مخ پرانیستی.

د وطني تولیداتو دا دوه ورځنی نندارتون په جلال اباد کې د خراسان خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو د دې ولایت د صنعتي خوني په همکارۍ د فېبرورۍ پر ۲۷مه پرانیست.

د نندارتون د پرانیستې پر مهال د خراسان پوهنتون رييس طارق کمال خبریالانو ته وویل، د نندارتون له جوړېدو يې موخه دا ده چې خلک د خپل هېواد تولیداتو کارولو ته وهڅوي. "په دې نندارتون کې تقرییاً ۳۰ کمپنیو برخه اخیستې چې اکثریت يې په ننګرهار کې [شیان تولیدوي]. دوی به د خپلو تولیداتو نمایش زموږ محصلینو، مېلمنو او ننګرهار مېشتو ته کوي چې زموږ ځوانان او زموږ خلک له خپلو وطني تولیداتو خبر شي او په ورځني ژوند کې د دې تولیداتو له استعمالولو سره خپل اقتصاد پیاوړی کړي."

په نندارتون کې بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. د جاوېد افغان ګروپ کمپنۍ په ودانيو کې ګول سېخ او د ترېشر ماشینونه تولیدوي. د هغه شرکت یو غړي رحمان الله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، نندارتون ته يې ځکه خپل شیان راوړي چې خلک له خپلو کورنیو تولیداتو سره اشنا کړي. "نندارتون ته مو ځکه خپل تولیدات راوړي چې دغو محصلینو چې په تیوري شکل څه لوستي وي، نو په عملي توګه به هم یو څه تر لاسه کړي. په دې کې موږ خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي چې د غنمو او جوارو ترېشرونه دي او په ودانیو کې استعمالوونکی ګول سيخ دی. د غنمو ترېشر ته موږ په کور دننه هم بازار لرو او په نېږدې راتلوونکې کې به يې تاجکستان ته هم صادر کړو."

د جلال اباد نندارتون په یوه برخه کې خلک بخار دېګونه ګوري - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۷مې انځور.

په ننګرهار کې د بخار دېګونو (پرېشر کوکر) او اخلي پخلي توکو جوړوونکي شرکت راشکو بابا هم خپل جوړ کړي شیان نندارې ته ايښي دي. د دې کمپنۍ يو غړی عبدالکریم وايي، د دوی تولیدات د افغانستان برسېره په یوشمېر بهرنیو هېوادونو کې هم کارېږي.

دی وايي، تېر کال په افغانستان کې د حکومت تر ړنګېدو مخکې "له موږ سره په کارخانه کې تر ۵۰۰ پورې کسانو کار کاوه. مخکې مو تولیدات ښه ول خو اوس لږ ټکني شوي دي. اوس له موږ سره تر ۳۰۰ تنو پورې په کارخانه کې کار کوي. زموږ تولیدات پر هېواد برسېره، روسیې، قازقستان، بېلاروس، اوکراین، دوبۍ او عربي ملکونو ته [لېږدول] کېږي."

دې نندارتون ته په جلال اباد کې د یو شمېر خصوصي ښوونځيو زده کوونکي هم بلل شوي دي. د قریشي خصوصي ښوونځي یو زده کوونکي مومن وویل چې په نندارتون کې يې داسې توکي هم ولیدل چې پخوا تر دې نه پوهېده چې دا به په ننګرهار کې تولید شوي وي. "په دې نندارتون کې موږ د خپل وطن ډېر تولیدات ولیدل. زه ډېر خوشاله شوم. تر دې وروسته به موږ خپل وطني تولیدات کاروو او له نورو خلکو هم هیله لرم چې خپل وطني تولیدات وکاروي."

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ننګرهار کې د وطني تولیداتو دا لومړنۍ نندارتون دې چې د خلکو پر مخ پرانیستل شوی دی.

د ننګرهار د صنعتي خونې مسوولین وايي چې په راتلونکې میاشت کې به په جلال اباد کې د افغاني تولیداتو دویم لوی نندارتون پرانیزي چې ۳۰۰ ډوله وطني تولیدات به پکې نندارې ته وړاندې شي.