واشنګټن طالب چارواکو ته د امریکايي ويزو پر ورکولو نوي بنديزونه اعلان کړل

د طالبانو حکومت د پوهنې پخوانی وزير نورالله منير د افغانستان اوروزګان ولايت ته د رسمي سفر پر مهال ــ پخوانی انځور

واشنګټن په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر يوشمېر چارواکو د امریکايي ویزو بنديزونه اعلان کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۱مه د ماشومانو نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خبرپاڼه کې ويلي چې د ویزو په محدودیت کې د طالبانو هغه ټول اوسني او پخواني غړي او نور هغه کسان هم شامل دي چې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو په تګلارو کې ښکېل دي.

د وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو له خوا پر افغان مېرمنو په لګول شویو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل، په کاري برخه کې د ښځو د بشپړ ګډون او د دندې د غوره کولو لپاره د دوی د وړتیا مخنیوی، د مېرمنو د خوځښت، بیان او محرمیت محدودول او همدا ډول د هغو مېرمنو او نجونو د کورنیو د غړو ناقانونه نیول او زنداني کول شامل دي چې د طالبانو د حکومت توپیري تګلارو ته غاړه نه ږدي.

د طالبانو حکومت د واشنګټن د تازه اقدام په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن له نورو هېوادونو هم د ورته ګام غوښتنه او ټینګار کړی چې په افغانستان کې "یوازې هغه حکومت، چې د ټولو خلکو استازیتوب" او د خپلو "ټولو وګړو د بشري حقونو ساتنه او پالنه" کولای شي، "مشروع" ګڼل کېدای شي.

بلېنکن په خپل ټويټ کې لیکلي دي چې هېواد یې پر هغو کسانو د بندیزونو لګېدو لپاره اقدام کوي چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو په ځپلو کې لاس لري.

نوموړي زیاته کړې چې پر طالبانو به فشار ته دوام ورکړي چې د نجونو د تعلیم، د مېرمنو د حقونو په ګډون بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی وکړي.

طالبانو تر اوسه د امريکا له خوا د ویزو د محدودیتونو د تازه اقدام په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې له واشنګټنه پر خپلو مشرانو او غړو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د ماشومانو نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش هم یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې هغه په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د محرومېدو د دوام په اړه "سخت اندېښمن" دی.

نوموړي زياته کړې چې له تعلیمه د نجونو د بې برخې کولو زیان هم "افغان نجونو ته رسي او هم افغانستان ته"، چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته "سخته اړتیا" لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې دي. د نجونو پر تعلیم بندیز هغه يوه تر ټولو لويه ستونزه ده چې د طالبانو حکومت یې له نړیوالې ټولنې سره په لانجه اړولی دی.

دا هم وګورئ:

طالبانو کندهار کې ۱۳ کلنې او زيات عمر لرونکې نجونې له ښوونځيو ایستلي ديهیدر بار: طالبان د نجونو د ښوونځيو په بند ساتلو د افغانستان راتلونکې تياره کويملاله فنډ: نړيوال مشران دې د افغان نجونو د زده کړو لپاره پر طالبانو فشار زيات کړيملګري ملتونه وايي په افغانستان کې حالات استبدادیت خوا ته روان دي

په افغانستان کې دا مهال له درو مېلیونو زیاتې نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري. افغان نجونو او مېرمنو په وار وار غوښتنه کړې چې هغوی دې تعلیمي ادارو ته پرېږدي.

په افغانستان کې دننه او دباندې ګڼو خلکو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د حکومت پر دغه ګام "سختې نيوکې" کړې دي.

د طالبانو په حکومت کې دننه هم یوشمېر چارواکي د نجونو ښوونځيو پرانيستلو په حق کې دي خو ځينې سختدريځه مشران د دې ګام مخالفت کوي.

له همدې امله د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په بیا بیا ويلي چې د نجونو ښوونځيو ته د تګ په اړه پر يوې تګلارې جوړولو کار روان دی او "ډېر ژر" به د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي، خو تر يو کال زيات وخت تېرېدو وروسته لا هم نجونې له تعليمه محرومه دي.