شمالي وزیرستان کې په نښته کې ۲ سرتېري او ۶ مشکوک وسله وال وژل شوي

پوځي سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

یو امنیتي چارواکی وايي چې په شمالي وزیرستان کې د ځواکونو او وسله والو ترمینځ په نښته کې "دوه سرتېري" او د "ځانمرګي بریدګر" په ګډون شپږ مشکوک "وسله وال وژل شوي" دي.

هغه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، نښته د جون پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په غلام خان سیدګي سیمه کې شوې.

نوموړي وویل، په نښته کې یو سرتېری ژوبل شوی هم دی. چارواکي زیاته کړه چې د وژل شویو وسله والو جسدونه یې میرامشا ته لېږدولي او دا چې په سیمه کې د وسله والو پرضد کارروايي روانه ده.

تر اوسه روښانه نه ده چې هغه وسله وال د کومې ډلې غړي ول.

د جون پر ۲۴مه هم پوځ د میرامشا په همزوني سیمه کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسله والو د وژنې او د څلورو نورو د ژوبلېدو دعوه کړې وه.

دا هم وګورئ:

"په پاکستانۍ میډیا کې وزیرستان نه شته"د وزیرستان ځوانانو سازمان څه کوي؟له ټي ټي پي سره خبرې: جرګه د پارلېمان ځای نیولی شي؟د پاکستان حکومت د ټي ټي پي پر غوښتنه د فاټا انضمام ختمولو شرط منلی شي؟

په شمالي وزیرستان کې دا پېښه پر داسې مهال شوې چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی.

دواړه خواوې د جون پر دویمه نېټه تر "نامعلومې مودې پورې" پر "اوربند سلا" شوې خو پر هغې سربېره په شمالي او جنوبي وزیرستانونو او په کورمه کې د تاوتریخوالي یوشمېر پېښې او بریدونه شوي دي.

په هغه ضلع کې د جون پر ۱۹مه په یو وسله وال برید کې د شمالي وزیرستان د ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي ووژل شول.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، په سیمه کې یې عملیاتو او د وسله والو ضد کارروایانو ته دوام ورکړی دی او د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.