پاکستان دې طالبان سولې ته وهڅوي: افغان حکومت

د ولسمشر غني دفتر ویلي، پاکستان دې د افغانستان د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي - له ارشیفه د ارګ ماڼۍ انځور

افغان حکومت پاکستان له طالبانو سره په "ژورو اړیکو" لرلو تورن کړی او له اسلام اباده یې غوښتي چې له طالبانو سره له خپلو تعلقاتو په استفاده په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

دا څرګندونې د افغانستان د ولسمشر ویاند مرستیال محمد امیري د جون پر ۱۶مه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تازه خبرو په ځواب کې کړي."زیات شواهد له طالبانو سره د پاکستان د ژورو اړیکو څرګندونه کوي. د دې وخت راغلی چې پاکستاني چارواکي د خبرو پر ځای هغسې چې په وار وار یې ژمنه کړې پر طالبانو له خپل نفوذه د پایداره سولې د ټینګښت لپاره کار واخلي، د جګړې ختمېدو او د دایمي اوربند د ټینګېدو لپاره عملي ګامونه واخلي او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي."

افغانستان تر دې مخکې هم پاکستان د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړی، خو اسلام اباد تل دا تورونه رد کړي. همداراز، اسلام اباد په بیا بیا ویلي چې تر خپله وسه د افغانستان د سولې په بهیر کې رول لوبوي.

د وسله والو طالبانو ویندویانو له پاکستان سره د اړیکو په باب د مشال راډیو پوښتنه ځواب نه کړه، خو تر دې مخکې یې دریځ دا دی چې د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره سیاسي تعلقات لري.

شاه محمود قریشي د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي، په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته ځي، خو په دې سفر کې دې د "ټولو ناکامیو مسوول" پاکستان نه ګڼي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د تورونو په ځواب کې هم توندې څرګندونې کړې وې.

محب په وروستیو کې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د نااعلان شوې جګړې په پرمخ بېولو او د طالبانو په ملاتړ تورن کړی وو.

په همدې حال کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب د جون پر ۱۵مه په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په کتنه کې له هغه د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي، دوی له افغان طالبانو سره اړیکې لري، خو ورباندې کنټرول نه لري.

خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوه اوونۍ مخکې له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي ول، حکومت یې نور د افغانستان په اړه د ستراتیژیکې ژورتیا هغه پالیسي نه تعقیبوي چې مخکینیو حکومتونو تعقیب کړې، بلکې په هغه هېواد کې د هر هغه حکومت ملاتړ کوي چې افغانانو منتخب کړی وي.