پوځ شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر سر انعام اعلان کړی دی

د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې پوځیان ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر د ډلې د یوشمېر وسله والو په اړه معلومات ورکوونکو ته د انعامونو ورکولو اعلان کړی دی.

د فبرورۍ پر شپږمه امنیتي ځواکونو په خلکو کې پاڼې (پمفلېټونه) وېشلې دي چې پکې د وسله والو انځورونه خپاره شوي او پکې راغلي دي چې که څوک د حمیدالله، سید انار او شفیر الله په اړه معلومات ورکړي نو ورته به ۵۰، ۵۰ لکه روپۍ او د حسن ګل، میر خاتم، رحمان الله، افتاب الله، محمد او طارق د ځای ځایګي یا په اړه یې معلوماتو ورکوونکو ته به ۳۰، ۳۰ لکه کلداري ورکوي.

ځواکونو په پاڼو کې خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې د معلوماتو ورکوونکو نومونه به پټ ساتي.

د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي ځواکونو دا اعلان پر داسې مهال کړی دی چې هغې دلې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

دا هم وګورئ:

شېخ رشید: راتلونکو ورځو کې د وسله والو فعالیتونه زیاتېدای شي د تحريک طالبان پاکستان د بریدونو زیاتېدو وجې څه دي؟

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی او خبریال احسان ټیپو وايي، دا لومړی ځل نه دی چې حکومت د وسله والو په اړه د معلوماتو ورکوونکو ته د انعام ورکولو اعلان کړی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت څه د پاسه یوه نیمه لسیزه مخکې په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پخوانیو وسله والو مشرانو په سر انعامونه اعلان کړي ول او په اخبارونو کې یې سوداګریزې خبرتیاوې هم خپرې کړې وې.

دی زیاتوي، له هغوی څخه یې زیاتره وسله وال په امریکايي ډرون بریدونو کې ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او په شمالي او جنوبي وزیرستان کې یې د وسله والو ضد عملیات پراخ کړي دي.