د پښتو ژبې نومیالی نابینا شاعر حاجي شفیق العالم معذوریار د ۶۴ کلونو په عمر کې په کوټه کې ومړ.
د نومبر ۱۶مې پر ماښام د نوموړي په جنازه کې یوشمېر لیکوالانو، شاعرانو او ولسي وګړو ګډون کړی وو.
د معذوریار کورنۍ وايي، نوموړی له دوو کلونو راهیسې د سالنډۍ په ناروغۍ اخته وو او له یوشمېر میاشتو راهیسې په خپل کور کې بستر وو.
حاجي شفیق العالم معذوریار په ۱۹۵۸ز کال کې د کندهار ولایت په سپین بولدک کې زېږېدلی وو چې وروسته یې کورنۍ چمن ته کډه شوه او نوموړي خپل ټول ژوند په کوټه کې تېر کړ. نوموړی په درې کلنۍ کې د سترګو له دیده بې برخې شوی وو.
یوشمېر شاعرانو او پوهانو د نوموړي پر مړینې خپګان ښوولی دی. د بلوچستان د کوټې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو څانګې مشر ډاکتر نصیب الله سیماب د نومبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د معذوریار مړینې پښتو ادب او په ځانګړي ډول، د جنوبي پښتونخوا ادب ته لوی زیان رسولی دی. "موږ ډېر سترګور شاعران لرو چې قلم لري، سترګې ورسره دي، احساس ورسره دی خو معذوریار صاحب داسې شاعر وو چې [په سترګو بینا نه وو] خو د زړه سترګې یې لرلې."
لیکوال او شاعر ډاکتر عبدالرووف رفیقي وویل چې معذوریار د ۲۰مې پېړۍ تر نیمايي وروسته د پښتو شعر او ادب هغه "ځلانده ستوری" وو چې پر ورپېښې معذورۍ سربېره یې په شعر کې "ډېر نوښتونه" وکړل.
رفیقي وویل، هغه یو "باهمته انسان" وو او خپل ژوند یې د یوه "عادي" کس په توګه تېراوه او په ولسي چارو کې یې هم فعاله ونډه لوبوله.
بل شاعر عادل اڅکزی وايي چې معذوریار په خپله شعري ټولګه "تاتمول" کې "سیمه ییز" ګړدود کارولی دی او داسې ډېر الفاظ (ویي) او ټکي یې پکې شامل کړي دي چې څېړونکي یې د خپل تحقیق لپاره کارولای شي.
د معذوریار د کورنۍ په وینا، هغه په شپږ کلنۍ کې شعر ویل پیل کړي ول او درې شعري ټولګې – تاتمول، سکاسه او شونډې پاڼې زړه د کاڼي – یې خپرې شوې وې. د هغه ملګري او کورنۍ زیاتوي چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د معذوریار شاعري نه ده خپره شوې.