د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجرم وايي: زما د کلي د ماشومانو راتلونکې به څه وي؟


عبدالقادر مجرم لیکوال او شاعر هم دی
عبدالقادر مجرم لیکوال او شاعر هم دی

خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه -
د بلوچستان د کلاسیف الله د کلي حسن زو اوسېدونکی ۴۸ کلن عبدالقادر مجرم چې لاسونه نه لري، خو له هغه باوجود يې هغه کارونه کړي چې د پښتنو ځینو لیکوالانو ورته (څلور لاسی مجرم) ویلی.

څلور لاسی مجرم ځکه چې بې لاسونه يې هغه کارونه کړي چې ډېرو لاس لرونکو انسانانو هم کړي نه دي.

عبدالقادر مجرم د پښتو شاعر او لیکوال دی. چې دا وخت يې څلور کتابونه چاپ شوي، چې په کې دوه نثري او دوه شعري ټولګي دي.

یوې حادثې مجرم له لاسونو خلاص کړ

عبدالقادر مجرم په ۲۰۰۱ عیسوي کال کې د ژوند له هغې ترخې پېښي سره مخ شو، چې په کې يې دواړه لاسونه وبایلل. مجرم د دې پېښي ذکر کوي:

((زه په واپډا کې ملازم وم. ۱۶ کاله مې په کې کار وکړ. خو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې چې يوه ورځ مې يو ټرانسفارمر سماوه، کرنټ ونیولم. او لاسونه مې په کې [وسوزېدل]. چې روغتون ته يې يوړم نو هلته ډاکټرانو وویل، لاسونه به درڅخه پرې کوو. او دواړه لاسونه يې راڅخه پرې کړل.))

مجرم د پښو په ګوتو لیکل هم کوي، او کمپیوټر هم کاروي
مجرم د پښو په ګوتو لیکل هم کوي، او کمپیوټر هم کاروي
د مجرم په خبره تر دې وروسته چې په روغتون کې ډاکټرانو ورڅخه لاسونه پرې کړه، شاعري او لیک يې زور واخیست.

د ده په خبره، په لومړي سر کې یې په پښه په قلم لیکل پېل کړل. خو کله چې له کمپيوټر سره لږ بلد شو، نو يې د لاس د ګوتو پر ځاي د پښو ګوتي په کي بورډ کښېښودې. او اوس يې يو شمېر د پښتو کتابونه همداسي کمپوز کړيدي.

((لومړی چې بې لاسو شوم. نو ما هڅه کوله چې په پښه په قلم يو څه ولیکم. خو بیا مې چې کمپيوټر وکاراوه، نو هغه را ته تر قلم اسانه وو. بیا مې په کمپيوټر کمپوز کول پیل کړل. دوه کتابونه مې خپله کمپوز کړي. درې نور تیار په کمپيوټر کې کمپوز لرم چې چاپ شوي لا نه دي. او پينځه یا شپږ مې د نورو ملګرو کتابونه ور کمپوز کړل.))

له دې سره چې عبدالقادر مجرم شعر او نثر لیکي، او د نورو ملګرو لیکوالانو کتابونه کمپوزوي، په خپل کلي کې يې د کلي د ماشومانو لپاره ښوونځی خلاص کړی.


ماشومانو ته یې ښوونځی خلاص کړی

دی په دې ښوونځي کې د کلي ماشومانو ته زده کړي ورکوي، پر دې برسېره ماسپښین وخت د همدې کلي ماشومانو ته کمپیوټر ور ښيي:

((ښوونځی خو مې شپږ يا اووه کاله مخکې خلاص کړی وو. او کمپيوټر سنټر مې له تېر يو نیم کال راهیسې خلاص کړی دی. په دواړو کې د کلي ماشومانو ته مفتې زده کړي ورکوم. او له دې سره زه هڅه کوم چې يو کتاب یا قلم هم ورته په خپل خرڅ راوړم.))


مجرم د ماشومانو مستقبل په اړه ژاړي

عبدالقادر مجرم په کلاسیف الله کې لاهم ژوند کوي. او ټول ژوند يې دې ته وقف کړی، چې په کې له نورو انسانانو سره مرسته وکړي.

په داسي حال کې چې مجرم لاسونه نه لري، خو له هغه باوجود يې د ژوند تر ټولو لوی ارمان د کلي د ماشومانو زده کړه ده چې له مشال سره په خبرو کې يواځې په همدې تر سترګو اوښکي توي شوې، چې زما د کلي د ماشومانو راتلونکی به څه وي!!!
XS
SM
MD
LG