د پېښور پولیس وايي، له ښار سره نېږدې د ورسک سړک په سفېد سنګ کلي کې ورباندې په ډزو کې دوه پولیسان ژوبل شوي دي.
د ښار د پولیسو مشر وايي، د سېپټېمبر دویمې په پېښه کې د رېګي تاڼېدار ریاض خان او یو سرتېری ژوبل شوي دي.
د پولیسو مشر محمد اعجاز د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو یوه ډله د سفېد سنګ کلي د عیساخېلو حجرې ته د درو تښتول شویو کسانو د خوشې کولو او د برمته ګرو د نیولو لپاره ورغلې وه چې ورباندې د کلي خلکو کاڼي وورول او ډزې یې وکړې.
د ده په خبره، اوس په سیمه کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی. "علاقه د پولیسو په ولکه کې ده. پولیس هلته تللی هم شي او موجود هم دي. پولیس چاپې وهي او حقیقت دا دی چې هغوی کسان تښتولي ول، پر پولیسو یې ډزې هم کړي او د پولیسو ګاډو ته [یې] د زیان" اړولو تر څنګ پولیسان "هم ژوبل" کړي دي.
د پولیسو په خبره، په سفېد سنګ کلي کې دوه ډلې له ۱۹۹۳ز کال راهیسې د ۱،۲۰۰ جریبه ځمکې پر سر لانجه لري. دواړو لوریو تر دې مخکې هم له یو بل سره نښتې کړې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
حقیقت دا دی چې هغوی کسان تښتولي ول، پر پولیسو یې ډزې هم کړي.محمد اعجاز
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د سېپټېمبر پر څلورمه په یوه خبر کې ویلي دي چې د دواړو ډلو ترمینځ تر نښتې وروسته یوه لوري درې کسان تښتولي ول.
د ورځپاڼې په خبره، د رېګي تاڼې پولیسو د سفېد سنګ کلي د لسګونه کسانو پرضد مقدمه دایره کړې ده.
ډان ورځپاڼه وايي، پر پولیسو د کلي د خلکو د کاڼو ورولو او ډزو پر مهال برمته ګر په تېښته کې بریالي شول.
د سفېد سنګ کلي یوه اوسېدونکي، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې له نوم ښوولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل، دواړه لوري وخت په وخت د یو-بل پر کورونو، دوکانونو او فصلونو حملې کوي چې له وجې یې د کلي امنیتي حالات له ګواښ سره مخامخ وي.