د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په افغانستان کې ګڼ خلک د خوړو له نامصوونیت او د خوارځواکۍ له لوی کړکېچ سره مخامخ دي.
یو اېن اېچ سي ار د اپرېل پر ۱۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې دې بحران تر ټولو زیات ښځې او ماشومان ځپلي دي او ډېری ماشومان د کورنیو د مالي ملاتړ په موخه د ښوونځیو پرېښودو او ګداګرۍ ته اړ شوي دي.
People in Afghanistan are today facing a food insecurity + malnutrition crisis of unparalleled proportions.The worst-affected are🧕+🧒. Many children are out of🏫as they must work or beg to support their families as millions are on the brink of starvation. pic.twitter.com/f8qkQwFWq2
— UNHCR Afghanistan (@UNHCRAfg) April 10, 2022
هغې ادارې ویلي دي چې په افغانستان کې مېلیونونه خلک له لوږې سره مخامخ دي.
یو اېن اېچ سي ار په وروستیو کې په هغه هېواد کې د ښځو پر وضعیت هم اندېښنه ښوولې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مارچ کې په یوه رپورټ کې ویلي چې سږ کال ۳۴۰ مېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري چې له اړمنو او افغانستان ته له ورستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.
په رپورټ کې راغلي چې له دې پیسو څخه یې تر اوسه څه باندې ۱۰۳ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
اخوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم وايي چې د افغانستان شاوخوا ۲۳ مېلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د هغې ادارې په وینا، په افغانستان کې شاوخوا نهه مېلیونه وګړي د خوړو له نه مصوونیت یا نه خوندیتوب سره مخامخ دي.
دا هم وګورئ:
يونېسېف: تر درې مېليونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ ديد خوست لوستې ښځې له بې روزګارۍ او کورني اقتصاد له خرابوالي شکایت کويملګرو ملتونو له افغان کروندګرو سره پر مرستو ټینګار کړیافغانان د بېوزلۍ له وجې روژو ته اندېښمن ديملګرو ملتونو له هغه هېواد سره د څلور اربه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې وه خو دوه اوونۍ مخکې په جینیوا کې له افغانستان سره د مرستو په غونډه کې نړیوالو د څه د پاسه دوه اربه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د هغه هېواد اقتصاد ودرېد او له نړیوال مالي نظامه ووت. همداراز، په ښارونو کې لکونه خلک چې په بېلابېلو حکومتي او ناحکومتي دفترونو او ادارو کې یې کار کاوه، بې روزګاره شول.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو لسګونه هېوادونو او سازمانونو له افغانانو سره د مرستو ژمنې کړې دي.