احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د جولای ۲۵ مې نېټې پارلیماني انتخاباتو ته ولاړ د قبایلي سیمو کاندیدان وايي، دا چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په کم شمېر کې د ووټرانو اندراج کړی دی نو له همدې وجې به امیدواران کمې رایې تر لاسه کوي.
د پولیسو ویډیو ښيي چې یو کس چې وړه، توره ږیره لري، نسواري جاکټ یا کورتۍ یې اغوستې او د ژمي خولۍ یې په سر ده. دا کس د زینب په کوڅه کې ګرځي. زینب له قصور ښاره تښتول شوې وه.
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امريکا سېنټرل کمانډ کمانډر جنرال جوزف ایل ووټل سره پر ټلیفون غږېدلی او پر دوه اړخیزو چارو یې ورسره خبرې کړي دي.
د پاکستان پخوانې وزيراعظم نوازشريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو ورستو مطبوعاتو ته ويلي دي چې د تېرو څلور نيمو کالو نه تحريکونو سره مخ دي او هيڅ چاته به اجازه ورنکړي چې خپله خوښه پرې ومني.
د قبايلي ځوانانو جرګه وايي چې د فاټا اصلاحاتو نه عمليکولو پرضد به د جنورۍ په پنځمه (۵) د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په لاسونو کې د زولنۍ اچولو مهم شورو کوي او د جنورۍ په نهمه (۹) نېټه يې ټول ګونديزه غونډه رابللې ده.
فلسطيني اداره وايي په پاکستان کې ميشت سفير يې د بېت المقدس په حق کې را اېستل شوي لارېون کې ګډون يوه غير ارادي تېروتنه ګڼي
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مخکښ خورشید شاه ویلي ، د پاکستان ولس پوښتنه لري چې د مسلم ليګ نواز ډلې مشرولي د څه لپاره سعودي عربستان ته تللې ده او څه غواړي؟
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د يکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان، ترکي، روسيې، ايران، چين او افغانستان د پارلېمان مشرانو ته وينا وکړه.
د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف احتساب عدالت ته تر وړاندېکېدو وروستو مطبوعاتو ته ويلي دي چې پخوا يې د عدالتونو بحالۍ لپاره تحريک چلولی وو خو اوس به د انصاف لپاره تحريک چلوي.
نواز شريف ويلي په پاکستان کې به دوه مخيزه انصاف کېدو ته پرېنږدي.
د قبايلي ځوانانو یوې ډلې د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ليدلي دي او ترې خواست يې کړې چې فاټا اصلاحات عمليکولو کې دې خپل کردار ادا کړي.
سېنېټر سجاد توري په سياسي ګوندونو انتقاد وکړ چې په اسمبلۍ کې ددنه فاټا اصلاحاتو ته خاصه پاملرنه نه کوي.
د پاکستان پېپلز ګوند شريک چېرمېن اصف علي زرداري ويلي دي چې دوه ځله يې د نواز شريف جمهوريت بچ کړی دی یو ځل د جعلي الېکشن او دوېم ځل د پاکستان تحريک انصاف احتجاجي ناستې په دوران کې خو اوس به د نوموړي جمهوريت بچکولو پرځای خپل جمهوريت مخې ته وړلو.
جېمز متيس به د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره ليده کاته کوي.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف احتساب عدالت ته تر وړاندېکېدو وروستو مطبوعاتو ته ويلي دي چې د هېواد پرمختګ یوازې د جمهوريت له لارې ممکن دی او په پاکستان کې به د ووټ زور ډاډمنوي.
په ماحولياتي بدلون نظر لرونکي او د پېښور د یوې تعلیمي ادارې آيي ایم ساینسز استاد ډاکټر محمد رفيق وویل که چیرې ولس او حکومت په شریکه کار وکړي نو د چاپیریال د ساتنې سره تړلې ډیرې ستونځې هواریدې شي.
نن د ګل پرورځ د اسلام اباد های کورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي په فیض اباد کې د مذهبي ګوندونو د احتجاجي ناستې پرضد د درخواست اورېدنې پرمهال داخله وزير احسن اقبال او داخله سيکتر د غرمې په ېولس نېمې (۱۱.۳۰) بجې عدالت ته ور- وبلل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير احسن اقبال وايي حکومت پوره پوره هڅه کوي چې په اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو احتجاجي ناسته په سوله ییزه بڼه ختمه کړي. بلخوا د حکومت او مذهبي ډلو ترمېنځ د ناستې د ختمولو لپاره د خبرو اترو درې پړاوونه ناکامه شوي دي.
د قبایلي سیمو د زده کوونکیو او ځوانانو یو جرګې د فاټا اصلاحاتو په لړ کې د قبايلي سيمو له ځينو پارليماني غړو سره لیده کاته کړي او له هغوی څخه یې غوښتني چې قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې شاملولو لپاره دې دوي هم خپل کردار ولوبوي.
د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو ورستو رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، د بیا-کتنې پر درخواست چې څنګه فیصله راغله نو په هغې کې د عدالت لپاره یو پيغام وو چې نواز شريف دې هرو مرو سزاکړل شي. نوموړی وویل دی پوهېږي چې ده ته د چا په خوښه سزا ورکول کېږي.
نور وښیئ