احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په پاکستان کې مېشت رجسټرډ افغان کډوال غوښتنه کوي چې دغلته دې د دوی د اوسېدو موده وغځول شي. دا موده د د سمبر مياشتې په يودېرشمه نېټه پای ته رسيږي.
د پاکستان ځېنې سیاسي ګوندونه وايي، که هره اداره په خپله دایره کې کار وکړي نو دا د هېواد جمهوریت پیاوړی کوي. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پر اېسټېبیلېشمنټ په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تازه تورونه د هېواد جمهوري تسلسل زیانمنوي.
د پاکستان پخواني وزیر اعظم نوازشريف وويل چې "د عدالتونو فیصله کله هم د دوی په حق کې نه ده راغلې
د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف د نهې په ورځ يو-وارې بيا احتساب عدالت ته وړاندې شو او عدالت يې پرضد داير کړل شوي درې واړه درخواستونو د یو کولو په اړه خپله فېصله محفوظه کړې کومه چې به صبا د شورو پرورځ اوروي،
د انسپاير پاکستان نومې ېوه غير سرکاري اداره په پاکستان کې ميشت هغه افغان زده کونکي چې پي او ار کارت لري او د پاکستان په يونيورسټيو کې سبق وايي لپاره سکالرشپې اعلان کړي دي.
په قيمتونو کې له اضافې وروستو د پټرولو نوی نرخ نېږدې شپږاويا (۷۶) روپۍ، ډيزلو نرخ څلوراتيا روپۍ نهه پنځوس پیسې (۸۴.۵۹) او خاورو تيلو نرخ درې پنځوس روپۍ نولس پیسې (۵۳.۱۹) ټاکل شوی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په ۲۰۱۷ز کال کې په پاکستان کې پر شوې سرشمېرنې هم اندېښنې وښودې او ویې ویل چې په دې کې د پښتنو ابادي کمه ښودل شوې. اڅکزي زیاته کړه چې حکومت دې د پښتنو بلاک شوي شناختي کارډونه خلاص کړي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یکشنبې په ورځ، د قبايلي اصلاحاتو په اړه په اسلام اباد کې غونډه کوي. په همدې موضوع له تېرو څو اونیو راهېسې، په پاکستان کې د بیل بیلو ګوندونو لخوا غوندې روانې دي.
د انسپاير پاکستان په نامه یوه غیر سرکاري اداره په پاکستان کې ميشت هغه افغان زده کونکي چې د نامه د ثبت کارډ لري او په پاکستاني پوهنتونو کې سبق وايي سره د خپلې یوې پروژې له لارې مالي مرستې کوي.
سېټي د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان سوپرلیګ سیالۍ د راتلونکي کال په فبرورۍ کې پیلېږي چې پکې به څلور په کراچۍ او درې به یې په لاهور کې وي.
د پاکستان او سري لنکا لوبډلو ترمېنځه د شل اوريز (ټي ټونټي) سيريز اخرې مېچ به په لاهور کې کېږي.
د خېبر اېجنسۍ نه منتخب پارلماني استازي شاه جي ګل اپريدي مشال راډيو ته وويل چې نن د ګل پر ورځ د قانون او انصاف قايمه کمېټۍ غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ پرځای د پېښور های کورټ واک تر فاټا په غزولو اتفاقوکړل شو.
د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه هم د فاټا د اصلاحاتو په موضوع کې سره وېشل شوي دي. ځینې ګوندونه فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو حماېت کوي نو ځینې يې مخالفت کوي.
د قبايلي سيمې د وکيلانو او زده کونکو اتحاديو مشران وايي د فاټا اصلاحات عملي کولو په لړ کې چې حکومت د اکتوبر پر نهمه نېټه کومې ژمنې ورسره کړې وې هغه دې ژر تر ژره پوره کړي.
د اسلام اباد په ډي چوک کې د فاټا اصلاحاتو په ملاتړ راوتیو دغه مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې قبایلي سیمې دې د خیبر پښتونخوا برخه وګرځول شي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د چين سره د اقتصادي راهدارۍ پروژه د ټولې سيمې د پرمختګ لپاره ده. یاد وزارت د خالي په مازيګر خبريالانو ته لېږلې يوه خبرپاڼه کې زياته کړې چې دا پروژه د پرمختيا او خلکو ترمنځ د تړون لپاره ضروري ده.
د سرحدي او قبایلي چارو وزیر مملکت غالب خان وزیر وايي ، د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو لپاره احتجاج کوونکي قبایلي مشران په ولس کې بدګمانۍ پیدا کوي.
په پاکستان کې مېشت د غېر راجسټر افغان کډوالو ثبتولو لړۍ تر یوڅه ځنډ وروستو بيا بیل شوې چې د ۲۰۱۸ کال تر فبرورۍ به جاري وي.
قامي اسمبلۍد ګل ورځ مالوماتو ته د ولس رسايۍ بل منظورکړ چې د ولسمشر تر لاسلیکولو پس به د قانون برخه وګرځي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په کابل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره پرون وکتل او د سيمې امنيت، دوه اړخيزه اړيکو او سولې په اړه خبرې کړې دي.
نور وښیئ