احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې موجوده وخت کې حکومت چې له څنګه مشکلاتو او چيلنجونو سره مخامخ دی نو له هغو د راوتللو لپاره يې خپلې هلې ځلې شروع کړې دي
د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ویلي دي چې د جمهوریت له مضبوطولو او ترهګرۍ ختمولو پرته د ملک دفاع ناممکنه ده.
د تحريک طالبان پاکستان د مذاکراتو د کميټې رابطه کارمولانا يوسف شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې د حکومت مذاکراتي کميټې او کورنيوو چارو وزارت ته يې د طالبانو له خوا د غير جنګي قيديانو يو ليست ورکړی. تېره هفته هم حکومت د طالبانو په غوښتنه ۱۹ کسان له زندانه ازاد کړي.
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي دي چې په ملک کې به د قانون حکمراني په هرصورت کې يقيني کوي او د پرويز مشرف په معامله به ټولې آئيني او قانوني تقاضې پوره کوي.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د دې صوبې د نوم بدلولو او په صوبه کې دننه د هزاره صوبې په نامه د بلې صوبې جوړولو په اړه د دوو قراردادونو منظوري ورکړيده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر د سيفران وزارت په مرسته نن د ګل له ورځې د پېښور او خوا و شا سيمو کې مېشت رجسټرډ افغان کډوالو ته پېژند پاڼې ورکول پېل کړي دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړي د دوشنبې (ګل) پر ورځ، قامي اسمبلۍ ته د اسلام اباد برید په اړه د وینا پر وخت ویلي، د تحریک طالبان پاکستان کمېټۍ ته یې پیغام استولی دی چې د دوی دا خبره چې له دې حملې سره هیڅ تړاو نه لري کافي نه ده.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دوو ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي دي. د اسلام اباد د پولیسو مشر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پېښه د دوشنبې (ګل) ورځې پر سهار د اسلام اباد په اېف اته مرکز کې په کچریو کې شوې ده.
قبله ایاز وايي، په ولس کې د زغم ختميدو وجه دا ده چې خلکو له مذهبه تجارت جوړ کړی دی او په دې لړ کې ورته له مخلتفو ملکونو پيسه هم راروانه ده
د فاټا قامي اسمبلۍ غړیو له حکومته غوښتنه کړې چې په شمالې وزيرستان کې دې د عام ولس پر ضد روان پوځي آپريشن ژر تر ژره بند کړي او ګرځبندېز دې هم په مکمله توګه ختم کړي.
د قبايلي سيمو د ولس پارلماني استازو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د ملک د نورو برخو غوندي دي په قبايلي سيمو کې هم بلدياتي انتخابات وکړي
سېنېټر افراسیاب خټک وایي، دا د پاکستان او افغانستان د پارلماني غړو یولسمه غونډه ده او دا تشې غونډې دي بلکې د دواړو هېوادونو پارلماني غړي د همدغونډو خبرې خپلو پارلمانونو ته د لا نور بحث لپاره وړي.
د افغانستان سفارتخانې ویاند زردشت شمس مشال ريډيو ته وويل، چې د دې غونډو لوی مقصدد دواړو ملکونو د پارلمانونو ترمنځ راشه درشه زياتول ده
خبريال طاهر خان وايي،”د دغسې ملاقاتونو له لارې دواړو ملکونو ته ورپېښې شخړې په ښه شان هواريدای شي“
په لومړۍ مرحله کې په جنوبې وزيرستان کې ٣٢٥ کورونه جوړوي او په دويمه مرحله کې به په کرمه، باجوړ او مهمند ايجنسو کې نور ٧٠٠ کورونه جوړوي